سرپل: د یوه قومندان په ګډون پنځه تنه اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۲۲) صابرخپلواک
پرون پنجشنبه د سرپل ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د یوه قومندان په ګډون پنځه تنه اربکیان طالبانو ته د ګڼ شمېر تجهیزاتو سره تسلیم شوي دي.
طالبانو په خپره شوې خپرپاڼه کې ویلي چې، وړمه ورځ غرمه د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د قومندان خیرمحمد په ګډون پنځه تنه اربکیان د ګڼ شمېز تجهیزاتو سره دوی ته تسلیم شوي دي.
ویل کیږي چې طالبانو د یادو کسانو تود هرکلی کړی دی.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې پنځوس تنه پولیس او اربکیان د ګڼ شمېر تجهیزاتو سره طالبانو ته تسلیم شول.
په دې وروستیو کې زیات شمیر دولتي سرتیري له وسلو او تجهیزاتو سره طالبانو ته تسلیمیږي، چې ګډ حکومت یې له سختې وارخطایي سره مخ کړی دی.



