سنګین: په بمبار کې ۳۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۲۲) عبدالهادي همت
تیره شپه د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د بازار شاوخوا سیمو باندې د امریکایي الوتکو په بمبارۍ کې ۳۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ویل کیږي چې تیره شپه لس بجې د امریکایانو جیټ، بې پیلوټه او B52 ډوله الوتکو د ملکې وګړو په کورونو سخته بمباري پیل کړه چې تر سهاره یې دوام وکړ.
د معلوماتو له مخې په یاده بمباري کې د چیناري په سیمه کې د فدا محمد اکا د کور ۱۵ تنه ښځې او ماشومان شهیدان شوي او ۳ تنه نور ټپیان دي؛ همدارنګه د ماتي لکړي په سیمه کې د ملا باچا اخند په کور باندې په بمبارۍ کې ۷ تنه ښځې او ماشومان شهیدان او ۲ تنه نور ټپیان دي.
د کلامیانو په سیمه کې په یوه مسجد باندې هم بمبار شوی چې یو تن شهید او ۱ تن ټپي دی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې طالبانو د سنګین ولسوالۍ د بازار په ګډون ګڼ شمېر سیمې له دولتي ځواکونو ونیولې چې د طالبانو د لازیات پرمختګ د مخنیوي لپاره تیره ورځ امریکایي سرتیرو هم په جګړه کې برخه واخیسته.



