دحضرت موسی علیه السلام په قصه کې درسونه او سبقونه

لیکوال: مولوي محمد عطاءالحق “الموسوي”
نشر او ترتیب: رائد
پرلپسې لسم او یولسم درس ـ
د حق داعی بايد پخپل منصب شکر ګذار و اوسي.
هوکې! د الله پاک ﷻ په نعمتونو کې تر ډيرو ستر او خوږ نعمت د الله ﷻ دين ته خدمت کول دي . دې نعمت ته الله پاکﷻ پخپلو بنده ګانو کې غوراوی او انتخاب کوي، څوک يې چې خوښ شي هغه ورته انتخاب کوي . لکه الله ﷻ فرمايي :
﴿وَاللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ… ) (البقرة، 105)
ترجمه : د الله پاک ﷻ چې چاته خوښه شي پخپل رحمت يې خاص کوي.
همدا نعمت دی چې په لاره کې يې د الله ﷻ بنده ګان له خپل سر، مال ، هستي نيستي او هرڅه څخه تيريږي ، په دې لاره کې ستړيا هم خوند لري، مرګ ، درد او کړاو هم مزه لري . خو دا خوند هغه څوک محسوسولای شي چې د الله ﷻ له لوري ځانګړې پيرزوينه پرې وشي .
له دې نعمت نه چې څوک برخمند شي بايد شکر پرې وباسي . الله پاک موسی ؑ ته دا نعمت ورپه برخه کړی، بيا يې هغه ته په دې نعمت باندې د شکر ايستلو امر هم کړی . الله پاک ﷻ فرمايي :
﴿ قَالَ يَامُوسَى إِنِّي اصْطَفَيْتُكَ عَلَى النَّاسِ بِرِسَالَاتِي وَبِكَلَامِي فَخُذْ مَا آتَيْتُكَ وَكُنْ مِنَ الشَّاكِرِينَ ) (الاعراف،144).
ترجمه : هغه (الله ﷻ) وفرمايل : ای موسی! ته مې په ټولو خلکو کې پخپلو پيغامونو او له ما سره په خبرو کولو غوره کړی يې نو څه مې چې درکړي هغه ونيسه او د شاکرينو له جملې څخه شه .
پورتني آیت کې ګوور چې الله پاک په دې نعمت باندې موسی ؑ ته د شاکر کيدلو امر کوي .
يوولسم درس :
د حق داعی بايد زيات زيار وباسي او د دعوت په لاره کې بايد هيڅ ستړيا محسوسه نکړي .
د الله پاک ﷻ فضل او کرم دی د فتنو، فسادونو او کفري دسيسو په دې دور کې بيا هم دين ته د خدمت له پاره وسائل خورا زيات او پراخه دي ، الحمد لله علماوو ، استادانو ، متخصصينو، متدینو ليکوالانو او مصلحو داعيانو په بيلا بيلو ژبو کتابونه ، مجلې، جريدې ، رسائل ، ورځپاڼې ، صوتي ويناوې ، وعظونه او نور ډير څه ترتيب کړي ، حتی که څوک استفاده ترې کول غواړي انټرنيټ کې په زړه پورې خورا زيات مواد شته چې د هرې شعبې د حق داعی کار ترې اخيستلای شي . الله مکړه کيدای شي داسې وخت راشي چې بيا دا وسائل په دومره پراخه کچه او په دومره آسانه پيدا نشي .
د حق ګرانه داعی! لنډه دا چې الله پاک ﷻ تاته ډير څه برابر کړي ، يواځې ستا سعيې ، هڅې او فعاليت ته اړتيا ده ، که ستا زيار او کوښښ وو اسلامي ټولنه او ډير اسلامي حرکتونه به د کاميابی په لور ګامزن شي ، نو مټې را بډوهه او خپل عزم لا کلک او هڅې لا ګړندۍ کړه او د دين کار ته اوږه ورکړه .
الله پاک ﷻ موسی ؑ ته هم هرڅه ورکړي وو بيا يې ورته پکې د کوښښ او زيار امر کړی وو . تاسې لانديني آيت ته زير شئ الله پاکﷻ فرمايي :
﴿ وَكَتَبْنَا لَهُ فِي الْأَلْوَاحِ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ مَوْعِظَةً وَتَفْصِيلًا لِكُلِّ شَيْءٍ فَخُذْهَا بِقُوَّةٍ …) (الاعراف،145).
ترجمه : او هغه ته مو په تختو کې هر ډول نصيحت او په بشپړ ډول د هر څه تفصيل ليکلی وو ، نو ( ورته ومو ويل چې) وايې خله په پوره زور سره . ( منګولې پرې ولګوه).
بل ځآی ورته فرمايي:
﴿ وَأَنَا اخْتَرْتُكَ فَاسْتَمِعْ لِمَا يُوحَى ) (سورة طه، ۱۰)
ترجمه : او ته ما غوره کړی يې نو غوږ ونيسه هغه څه ته چې وحيه کاوه شي .
تاسې وګورئ! الله پاکﷻ موسی ؑ متوجه کوي ورته فرمايي چې : د کوم شي وحيه درته کيږي هغه ته غوږ کيږده، په غور يې واوره .



