د جان آلن، نيکولسن او جان مکن زړونه خو لا سم نه دي يخ شوي!

ليکوال: امين وردګ

په افغانستان کې د ناټو پخواني قومندان جان الن اوسني قومندان نيکولسن او د سنا د کمېټې دفاعي مشرجان مکن مکرراً له ناټو او امريکا څخه غوښتي چې “افغانستان ته دې په زرګونو نور عساکر هم را واستوي”.

دا په داسې حال کې ده چې، له يوې خوا د امنيت اشغالګرې شورا د دوو جهادونو امير! (حکمتيار) ته د کابل په دارالامان سيمه کې د آرام ژوند کولو حق ورکړ او له بلې خوا د ملي امنيت! سلاکار (اتمر) د بروکسل په غونډه کې د عسکرو د ډېروالي پر ځاى، له هغوى نه ورور وژونکې وسلې او نقدې ډالرې وغوښتې.

د دې بې رحمه، وينې ځبېښونکو لېوانو زړونه لا پر مظلومو افغانانو باندې سم نه دي يخ شوي او نه يې پر خپلو پوځونو يخيږي چې په لسګونو زره تابوتونه يې د افغانستان له خاورې څخه يووړل.

د افغانستان معرکه او معضله په زرګونو څه چې په لکونو او ميليونونو عسکرو باندې هم نه حل کيږي که حل کېدلاى، نو دومره به نه اوږدېدله.

افغانستان اوس مهال اشغال دى نو، افغانان او د دې ټاټوبي اصلي بچي د ژوند تر اخیري سلګۍ پورې هم جګړه نه پرېږدي.

نړيوال بايد په دغه يوه ټکي ښه پوه شي چې افغانانو هیڅ وخت اشغالګران دلته نه دي زغملي او نه يې زغملاى شي که هر څومره ګران هم ورته پرېوزي.

زما په اند، دغه درې واړه هم له جګړې ستړي دي خو، هسې ټرمپ ته د ټيټال يا امتياز په پار داسې وړاندېزونه کوي.

دلته د عسکرو ډېروالى د وينو په ډېروالي دال دى.

نو که له افغانانو څخه وينه ځي له اشغالګرانو هم څه اوبه نه ځي که دغه جګړه ۱۰۰ کاله نوره هم اوږده شي، افغانان به غلامي يا بردګي و نه مني.

هو!

 يوه لاره يې شته، هغه دا چې افغانان قتل عام شي او نطفې يې لا په جنين کې له منځه يوړل شي، بله چاره نه لري.اوس که نړيوال سړي خواره او خره خواره دغسې غواړي نو په ډاګه دې ووايي چې جګړه صليبي ده.

عاقلان خلک جګړو ته د حل لارې لټوي او کمعقلان يې لا پسې ګړندۍ کوي نو بايد له عقل نه کار واخيستل شي نه له احساساتو.

نړيوال دې دا هم واوري !

د اشغال پر وړاندې اوس ټولو افغانانو داسې بيعت سره کړى دى لکه اصحاب کرامو (رض) چې د بيعت رضوان په نوم بيعت د الله له استاذي محمدالرسول الله صل الله عليه و آله و سلم سره د اشغالګرو مشرکينو پر وړاندې کړى ٶ نوره د هر چا خپله خوښه چې څه کوي !

او په دې هم پوه شئ چې، افغانان په انسلاکي ډول د اشغال پر وړاندې سره را ټول شوي دي او هغه دي لا سره ټوليږي. له دغه مسير څخه به تر هغه احتراز و نه کړي تر څو يې چې د بدن اخیرني څاڅکي وينې هم سر پر ځمکه نه وي اېښى ان شاءالله.

فکر کوم چې د امريکې زوال راغلى دى اوس خو دا دى د انزوا او انحطاط په درشل و درېده نو ملګرو ته يې په کار بولم چې خپل واحد نظامونه له انشعاب څخه وژغوري او د امريکې د شهوت پرستو مشرانو نثار يې نه کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button