لغمان: په یوه ترافیکي ‌پېښه کې څلور تنه مړه شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۲۳) صابر خپلواک

د لغمان ولايت اوسيدونکي وایي چې په یاد ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادي راډیو ته ويلي دي چې یاده پېښه نن سهار شپږ بجې د کابل جلال آباد په لویه لاره د کاکڅ په سیمه کې د کرولا او ټوډي موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړی ده چې په یاده پېښه کې دوه میرمنې او دوه نارینه زخمیان دي خو د مړه شویو په اړه یې څه نه دي ویلي.

نوموړی وايي، زخمیان د کاکڅ په کلینیک کې تر لومړنۍ درملنې وروسته د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون ته انتقال شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button