فکري سنګر!

ليکنه: طلحه افغان

د وسلوال جهاد سره سره بايد فکري سنګر هم خالي پرې نښودل شي؛ ځکه چې کفار يوازې د مسلمانانو په  خلاف وسلواله جګړه نه کوي، بلکې له وسلوالي جګړې سره سره فکري، عقيدوي، کلتوري، فرهنګي او تبليغاتي جګړې هم په مخ وړي.

ځکه غربيان په دې باور لري چې تر څو مسلمانان په فکري او عقيدوي جګړه مات نه شي په وسلوال جنګ هيڅکله هم نه ماتيژي، نو ځکه کفار کوشش کوي چه مسلمان ځوانان په کريکټ، وليبال، فوټبال، تلويزوني پروګرامونو، سريالونو، موسيقي او انټرنیټي وسايلو مصروف وساتي او د اسلام له شعائرو يې ناخبره  او جهاد او قتال روحيه ترې واخلي اوپه ذهنو کې ورله غربي روحيه ځاى په ځاى کړي.

که څه هم نن غربيانو او د هغوی غلامانو په وسلوال جنګ کې ماته خوړلي، خو متاسفانه چې تر يو حده په فکري او عقيدوي جګړه کې کامياب شوي؛ ځکه نن ګورو چې اکثر مسلمان ځوانانو د غرب لوېدلي اخلاق خپل کړي.

په فحاشي، رقص، غربي سټايلونو اوپوزيشنو، ساز او سرود، لوبو مصروفه دي، او له سپڅلي اسلامى عقيدې اوجهاد نه ناخبره دي، د دې هرڅه يوازنی علت دا دى چې مسلمانان ځوانانو فکري سنګر ته توجه کمه کړې.

نو هغه مجاهدين وروڼه چې ليک او لوست کولاى شي بايد دغرب او د هغوى د غلامانو له شيطانته ډکو پلانونو ته متوجه شي او مسلمه امت ته حقايق واضح؛ شکوک اوشبهاتو ته ځواب ووايي.

مسلمان ځوانانو ته د قتال او جهاد ترغيب ورکړل شي، دامرباالمعروف اونهي عن المنکر فريضه  راژوندۍ کړي  او په مطبوعاتي برخه کې د شته وسايلو څخه د دښمن په خلاف کار واخيستل شي.

مجاهدينو وروڼو!

 مونږ او تاسو بايد د مسلمان امت د خلاصون لپاره دغه عظيم سنګر چې فکري سنګر دى نور هم محکم کړو، خپلې اسلامي مبارزې ته ادامه ورکړو او له خپلې مبارزې بايد ستومانه نه شو ځکه چې دا هم د جهاد مهم سنګر دى او بايد محکم وساتل شي.

د اسلامي نظام د راتلو په هيله!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button