یو ماشوم ولې ژاړي؟

صابر خپلواک

ځينې ماشومان ارام او ځينې يې ډېر ژړاند وي .ژړا د ماشومانو ژبه ده؛ دوى د ژړا په واسطه خپله لوږه، تنده، درد، رنځ، وېره او نور احساسات بيانوي.

مېندو ته په اول سر كې مشكله وي، چې د ماشوم د ژړا علت ومومي، البته د وخت په تېرېدو سره مور د ماشوم د ژړا له ډوله د هغه په مطلب پوهېداى شي.

ماشوم چې كم غټ شي، د لوږې لپاره يو رقم ژاړي؛ چې ټوكر يې لوند وي بل ډول او كه د نس درد وي بيا په بله بڼه ژاړي، نو كه مور ورته ځيره شي، پرې پوه به شي چې، څه شی غواړي.

كه د ماشوم د ژړا پر علت پوه نه شوئ؛ نو دغه لېست به يې په موندلو كې درسره مرسته وكړي.

  • لوږه
  • لوندوالی
  • خوب
  • غواړي چې په غېږ كې يې ونيسئ
  • د معدې تكليف به لري
  • ټېغ به يې بند وي
  • ډېره يخني يا زياته ګرمي به وي
  • د بدن يو ځاى به يې په تكليف وي
  • غاښونه به يې راوځي
  • بهرني تحريكونه به زيات وي
  • بهرني تحريكونه به لږ وي
  • ماشوم به ناروغ وي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button