تخار کې اربکيانو د يوې کورنۍ ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کابل ټکی کام

د بلخ د يوې کورنۍ غړي وايي، چې اربکيانو د دوی د کورنۍ ۳ تنه وژلي او ۴ نور يې ټپيان کړي دي.

پېښه د دې ولايت په چمتال ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د پېښې ټپيان چې اوس په روغتون کې تر تداوۍ لاندې دي، وایي، د اربکيانو يو قوماندان د خپلو کسانو په مرسته د دوی د کور ۳ وګړي وژلي دي.

د پېښې يوه ټپي وويل، موږ چې د خپل هلک ليدو ته ورغلو، پوښتنه مو وکړه، چې چېرې دی؟ هغوی وويل فلانکي ځای کې، هلته چې ورغلو هلک چې مدرسې ته تلو، دوی سخت وهلی و، پلار يې چې پوښتنې ته ورغلی و، هغه يې هم وهلی و.

بل ټپي وايي: ډزې چې بندې شوې، د کاکا لور مې منډه واخسته او ويې ويل، چې ورور یې راته وويشت، موږ چې کوڅې ته ور ووتو، هلک يې شهيد کړی و، موږ هغه لور ته روان و، پلار يې له موږ مخکې تللی و، هغه چې منډه واخسته، هغه يې هم وويشت او ويې واژه.

خو د تخار چارواکي بيا دغې پېښې ته له وسله والو سره د جګړې رنګ ورکوي او زياتوي، چې يادو اربکيانو درې تنه وسله وال وژلي دی.

خو د پېښې ټپيان دعوه کوي، چې بې ګناه دي او دولت دې يې پوښتنه وکړي.

ياده دې وي، چې د اربکيانو په لاس دغه ډول پېښې هره ورځ د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې پېښېږي او خلک ورځ له بلې د دوی له زور زياتي څخه سر ټکوي، خو دولت له دې هر څه سره سره د اربکيانو پر ضد د ولس خبرې ته غوږ نه ږدي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button