د هندي ځواکونو بريد کې ۳ پاکستاني سرتيري وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۲۶) الماس خدرخیل

د ورکړل شويو راپورونو له مخې د هندي پوځيانو په بريد کې ۳ پاکستاني سرتيري وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ويلي، چې برید د کنترول په کرښه د بهمبر سيمې ته څېرمه د تهوب سيکټر په سيمه کې هندي پوځيانو په پاکستانيو سرتيرو ډزې وکړې، چې له کبله يې ياده مرګ ژوبله رامنځته شوه.

د پوځ يوه چارواکي ويلي، چې دغه سرتيري سخت ټپيان شوي و، چې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

د پاکستان پوځ وايي، چې په ځوابي برید کې يې هندي سرتيرو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

وخت ناوخت د پاکستاني او هندي سرتيرو ترمنځ د کنترول پر کرښه يو پر بل وسلوال بريدونه ترسره کېږي، چې له امله يې ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

تر دې دمه، د دې تازه نښتې په اړه هندي چارواکو څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button