افغانستان که د اشغالګرو هدیره؟!

جواد څارگر
حفیظ الله امین په تاج بېک مانۍ کې ووژل شو او ببرک کارمل په رادیو کې اعلان وکړ؛ حفیظ الله امین ووژل شو، او واک یې پای ته ورسېد.
ببرک کارمل په روسي ټانګ سپور د افغانستان پر مځکه راننوت او د افغانستان استقلال یې کاملاً سلب کړ.
همهغه مهال المانۍ مجلې ‘شپېګل’ په خپله مقاله کې ولیکل؛ سرې لښکرې افغانستان ته ننوتلې، سرو لښکرو تر دې دمه څو دولتونه زېر کړي، یوه لورې ته زبر ځواک، او بل لورې ته تش لاس، مګر مېړني افغانان دي چې تر دې وړاندې یې چنګېز او انګرېز مات کړی؛ انتظار به شو چې څوک له دې جګړې ګټیالي راوځي.
د شمېرنو له مخې، دپخواني شوروي اتحاد شاوخوا ۱۱۰ زره سرتیري ۹ کاله، لس میاشتې او څو ورځې په افغانستان کې وجنګېدل، چې هدف یې په سیمه کې د افغانستان له لارې یو سوسیالیستي نظام حاکم کړي، خو د پخواني شوروي دغه کړنه د افغانانو دپراخ ولسي مقاومت سره مخ، او بلاخره له کلونو وروسته له ماتې سره مخ شو.
روسان د پرمختللې ټیکنالوژۍ څخه برخه مند ول او مقابل یې تش لاسي افغانان؛ څه باندې لس کاله مقاومت یې وکړ، زبرځواک یې په ګونډو کړ، زرګونه پوځیانو یې ورته ووژل، شوبلې او چورلکې یې د افغانستان په خړو دښتو او میرو کې ورته، رېز مارېز کړې او دنړۍ ابر او استکباري ځواک یې تور مخ له افغانستانه وویست.
روسان آن د جګړې په لومړیو کلونو کې مات ول، روسي جنرالانو منله چې جګړه یې بایللې مګر افغاني مزدورانو یې په عذر ـ زاریو او درواغو تر لسو کلونو وځنډَول.
په ۱۳۸۶م کال کې یوه روسي جنرال اخراموف د کمونستي بېرو په غونډه کې وویل؛ موږ د افغانانو پر وړاندې جګړه بایللې دا چې جګړه تر څو نورو کلونو وغځېده، لامل یې دروسي مزدوران تملق او درواغ ول.
امریکایي اشغالګر هم څو کلونه وړاندې مات دي، جنرالانو یې په جار دماتې ډولونه ډنګوَلي.
دزور او زر په مټ یې ګاڼه کې تالې څټ افغانان، هم باوري دي چې بادار یې په ګونډو دی، او زور یې اوبه او زر یې ختم دي.
دا چې تر یو څه وخته نور هم لاس او پښې خوځوي، د دې لپاره چې افغانستان د نویمې لسیزې تکرار ته ټېل وهي، او د همدې هدف لپاره یې د افغاني ټولنې له ځینو منفوره وګړو او بانډونو سره سودا روانه کړې ده.
ټولو ته باید څرګنده وي؛ افغانان په هیڅ صورت پردي نه مني او تل یې د پردیو پر ضد غږ پورته کړی، صعوبتونه یې ګاللي، اولادونه یې وژل شوي، در ـ بدر شوي، په سرو وینو کې ړپېدلي مګر د هر مستکبر ژامې یې ورماتې کړي
دا چې نن بیا یو څو تالې څټ روبوټونه دزور او زر په مټ، د مېړنیو افغانانو پر اوږو سپاره دي؛ سپرلۍ یې عارضي ده او نږدې به د افغان قهرمان ولس دقهر ښکار شي.
د ازاد، هوسا، او اسلامي افغانستان په هیله!


