د روسیې مساپروړونکې الوتکه د مصر په سیناټاپوکې غورځېدلې

(کابل ټکی کام :شنبه ،لړم ۹ ،۹۴ ۱۳ل)
قارهره : د روسیې یوه لویه مساپر وړونکې الوتکه د مصر په شمال السینا کې لوېدلې ده .
د مصر چارواکو دغه پېښه تاید کړې، زیاته کړې يي ده چې د روسيې هېواد اړوند مساپر وړونکې الوتکې د مصر په شمال سینا ټاپوکې سقوط کړی .
دغه راز مصري چارواکو زیاته کړې چې په الوتکه کې ۲۱۲ تنه سپاره وه له مصر څخه روسیې ته يي الوتنه کوله چې د سینا ټاپو کې له رادار نه بې درکه شوه .
د پېښې زیات جزئیات نه دي په ډاګه شوي خو ویل کیږي چې د الوتکې ډېری سپرلۍ د روسي وګړي وه، په اړه يي پلټنې پیل شوي دي .
حماس افغان



