د کورنيو چارو پخوانی وزير: ډېری اربکيان د ملي شورا د غړو او زورواکو په چوپړ اخته دي

کابل ټکی کام قدرت الله حسین

د افغانستان د کورنيو چارو پخواني وزير مجتبی پتنګ ويلي دي، چې د ټول هېواد ډېری اربکيان د ملي شورا د غړو او نورو زورواکو په چوپړ اخته دي.

ښاغلی پتنګ زياتوي، که د اربکيانو په ګډون د نورو امنيتي کسانو معاش په خپل وخت ور نه کړل شي او جوړښت ته يې پام ونه شي، دا ځواکونه به ناقانونه کارونه ترسره کړي.

پتنګ دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې سيګار يا د افغانستان لپاره د څار ځانګړې ادارې تېره ورځ په خپل راپور کې وويل، چې د اربکيانو نږدې ټول اکمالات يا غلا کېږي او يا هم پر پوليسو وېشل کېږي.

يادې ادارې د اربکيانو په ليکو کې ګڼو ستونزو ته په اشارې ويلي دي، چې دوی اوس له کنترول وتلي دي او هر کار په خپله خوښه تر سره کوي.

ياده دې وي چې اربکيان د هېواد په ټولو سيمو کې په غلا، چور چپاول، جنسي تېريو او نورو بد اخلاقیو مشهور دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button