فارياب: د اربکيانو يو قوماندان له خپل ساتونکي سره وژل شوی دی
کابل ټکی کام
چارواکي وايي، چې د فارياب ولايت د شيرين تګاب ولسوالۍ د تپه قلعه سيمې د اربکيانو قوماندان او د انکشافي شورا رئيس له خپل يوه ساتونکي سره په يوه وسله وال بريد کې وژل شوی دی.
د شيرين تګاب ولسوالۍ سيد لقمان رسنيو ته ويلي دي، چې د اربکيانو مشر محمد نعيم تېره ورځ سهار مهال له خپل يوه ساتونکي سره له کوه صیاد سيمې تپه قلعه ته روان و، چې د دوه موټر سايکل سپرو له لوري ووژل شو، د هغه په وينا د قوماندان ساتونکی هم په دې حمله کې ووژل شو.
د شيرين تګاب د شورای جنبش جوانان رئيس زين الله ذکي وایي، محمد نعيم د دوستم په مشرۍ د حزب جنبش له مهمو قوماندانانو څخه و.
وسله والو طالبانو د نوموړي د وژلو پړه پر غاړه اخستې ده.
نږدې يوه مياشت وړاندې هم د همدې ګوند يو بل قوماندان حاجی فيض بای په يوه بريد کې ووژل شو.



