بخارسټ په نایټ کلب کې د اورلګېدنې لامله ۲۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام :شنبه ،لړم ۹ ،۹۴ ۱۳ل)

رومانیا :  ځايي خبري سرچینو د خبر په اساس پلازمینې بخارسټ په یوه نایټ کلب کې اور لګېدلی چې په پايله کې يي لږ ترلږه ۲۷ تنه وژلي او ۲۰۰ تنه نور ټپیان کړي دي .

د بخارست اړوند طبي ټیمونو خبرداری ورکړی چې ډېری ټپیان په نازک حالت کې دي ، له دې امله به د مړو شمېره نوره هم لوړه شي .

ویل کيږي چې دغه پېښه د اور لوبې لامله رامنځ ته شوې، چې د يوې موسیقۍ کانسرټ په جریان کې ځوانانو هلکانو ترسره کوله .

خبرځای دغه راز زیاتوي چې په دغه لرګین نایټ کلب کې د کانسرټ په مهال ګډونوال تر ۳۰۰ پورې رسیدل چې د اورلګیدنې له امله د وتلو په  دروازه کې ټيل ماټيل جوړ شو .

د پېښې شاهدان وايي چي د زیاتو  ټپیانو له امله اوس مهال د بخارسټ ټول روغتونونه ډک شوي او د عاجلو ټپیانو درملنه ستونزمنه شوې ده ، طیبي کارکونکو په عامو خلکو غږ کړی چې ټپیانو ته وینه ورکړي .

د یادونې وړ ده چې د پېښې قربانیان ډېری ځوانان هلکان او انجونې دي چې عمرونه يي له ۱۸ څخه تر ۲۵ کالو پورې رسیږي .

حماس افغان

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button