کابل: امنيتي ځواکونو د جنرال دوستم کور محاصره کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۳) الماس خدرخېل

په کابل کې د ګارنيزيون او د پوځ سرتيري له تېرې شپې راهيسې د افغانستان د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم د کور شاوخوا سيمو کې ځای پر ځای شوي دي.

ويل کېږي، په شېرپور سیمه کې د دوستم کور ته ډېری غځېدلې لارې د خلکو او موټرو پرمخ تړل شوي او په سيمه کې د پوليسو او ملي امنيت ځواکونه تر سترګو کېږي.

يو شمير ټانګونه د دوستم د کور او ځينې نور بيا د لوړ پوړو چارواکو د کورونو شاوخوا سيمو کې ولاړ دي او دوه ټانګونه د لومړي مرستيال د دفتر مخې ته ولاړ دي.

جنرال دوستم له درېيو مياشتو وروسته له خپلو ساتونکو سره چې په پيکا، راکټونو او نورو وسلو سمبال و تېره ورځ خپل دفتر لاړ.

دولتي سرچینو بي بي سي ته ویلي چې پلازمېنې په زړه کې خپل کاري دفتر ته له دومره امنیتي ترتیباتو سره د دوستم د تېرې ورځې ورتګ “ناقانونه” و.

دوستم داسې مهال پرون خپل دفتر ته ستون شو چې د افغانستان لویې څارنوالۍ د ایشچي قضیې په تړاو د هغه د نهو ساتونکو د نیولو امر کړی، خو په دې اړه لا عملي ګام نه دی پورته شوی.

دا چې د لومړي مرستیال کور ولې محاصره دی تر اوسه رسنیو ته په دې اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button