د مورنۍ ژبې سره مورنۍ مينه

س، سيرت

هر کال د فبروري په ٢١ مورنۍ ژبه په نړيواله کچه نمانځل کيږي ځينې ښوونيزو ادارو او دمورنۍ ژبې دنمانځنو په موخه په ځانګړو شوو تالارونو کې نمانځل کيږي دمورنۍ ژبې اهميت هغه چاته څرگندوي چې په خپله مورنۍ ژبه زده کړه يې ترقي او پرمختگ کړي وي دمثال په توگه جاپان او چين مونږ په لنډه توگه يادولې شو دغه رنگ په نړۍ کې ١٣ هېوادونو په خپله مورنۍ ژبه کې دزده کړې په برکت پرمختگ کړيدى . مونږ اسيايي هېوادونه مورنۍ ژبه يواځې دملگرو ملتونو لخوا منل شوى پريکړه ليک په چوکاټ کې نمانځو چې ديونسکو لخوا په ١٩٩٩ کې د بورډ او ګواتز په کنفرانس کې وړاندې شوى ؤ که په نړيواله کچه دپښتو ژبه په هر پښتون ميشتي هېواد کې دنورو ژبو سره په ريښتنې توگه منل شوى وايي اوس به دنورو مورنيو ژبو سره سياله وايي زمونږ مورنۍ ژبه پښتو ده خو دچينيانو په څير ورسره مورنۍ مينه نه لرو که په رښتيا سره مونږ دمورنۍ ژبې سره مورنۍ مينه لرلى اوس به زمونږ پښتو ژبه دنورو مورنيو ژبو سره سياله وايي . هره ژبه هغه که درى ، فارسي ، اردو ، عربي او يا انگريزي وي مونږ له انگريزه ښه خاطره نه لرو خو دانګريزانو لپاره انګريزى ژبه چې دهغوي مورنۍ ژبه ده حق منو په نړيواله کچه که ووايو انگريزانو خپل مورنۍ ژبې ته خدمت کړيدي يوازې په غونډو نه بلکه په عملي او حقيقي توگه يي نمانځلى او مورنۍ مينه يي ورسره کړيده ځکه خو انګريزى اوس نړيواله ژبه ده چې په پټه خوله بې له پوځه په نړۍ حکومت کوي بدبختي داده چې مونږ ته خپله مورنۍ ژبه يواځې دفبروري په ٢١ مه ياده شي نور ټول کال دپردي ژبې لپاره کار کوو . مورنۍ ژبه چې دهر قوم او خپل يا هېوادنۍ ژبه وي په خپل خپل ځايي يې قدر پکار دى خو هر قوم او هېواد غواړي خپلې مورنۍ ژبې ته خدمت وکړي ځينې قلموال او ادبپال مورنۍ ژبه يواځې دخپل هېواد دجغرافيايي حدود پورې محصوره گڼي چې داد ليکوال تنگ نظري او لنډ نظري په ګوته کوي مونږ بايد هر قوم هر هېواد او هر ملک گړدود يا مورنۍ ژبې لپاره دخپل حق غوښتنه وکړو په نړيواله کچه مورنۍ ژبه ونمانځو په نړيواله کچه يې حقوق وغواړو او په نړيواله کچه يې دپرمختگ او زده کړي لپاره هلې ځلې وکړو . که يو قام دشمير په لحاظ يا جغرفيايې حدود په پرتله ډير کم هم وي بايد مونږ ئې دمورنۍ ژبې دحقوقو په غوښتلو کې له ځانه سره يوځاى کړو او هغه قوم مورنۍ ژبه کې دزده کړې لپاره ئې غږ پورته کړو . بدبختانه اوس زمونږ په هېواد کې دمورنۍ ژبې ځاى پرديو ژبو نيولاى دي او هم ورځ په ورځ افغان کلتور له لاسه ورکوو چې بايد دخپلې مورنۍ ژبې سره دمورنۍ مينې په څرګندولو دپرديو ژبو دمخنيوي مقابله وکړو خداى مکه که دمورنۍ ژبې دحقوقو چې دزده کړې ژبه مو ومنل شي غافله پاتې شو بيا به دا شته زده که چې په مورنۍ ژبه يې کوو هم له لاسه ورکړو .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button