کندهار: د شورابک ولسوالۍ سقوط وکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۳) الماس خدرخېل

د کندهار ولايت د شورابک ولسوالۍ سقوط کړی او د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي کابل ټکی کام ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې نوموړې ولسوالۍ له ډېرې مودې راهیسې د وسلوالو طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې وه، شاوخوا پوستو یې سقوط کړې وې او یوازې د ولسوالۍ مرکزي ودانۍ او امنيه قومندانۍ د دولتي ځواکونو په لاس کې وې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې پوليس او عسکر له دغې ولسوالۍ څخه تښتېدل نو ودانۍ ته يې اور ورته کړی و او په لږه موده کې د دوی جنګيالي ور ورسېدل سيمه د ولسوالۍ ودانۍ او امنيه قومندانۍ يې په خپله ولکه کې واخيستل.

يوسف احمدي ويلي، چې امنيتي ځواکونو ته يې تلفات اړولي خو نور معلومات يې نه دي ورکړي.

تر اوسه مرکزي حکومت د کندهار شورابک ولسوالۍ د سقوط په اړه څه نه دي ویلي.

تردې مخکې طالبانو د کندهار میانشين، غورک او ریګستان ولسوالۍ هم سقوط کړې وې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button