د درود شریف حکمت

ليکنه: انس غزنوى
په ټولو انسانانو خصوصا په هغو بندګانو چې د نبي (صلی الله علیه وسلم) د هدایت او تعلیم له وجې ورته ایمان نصیب شوی وي له الله ج نه بعد د هغه نبي ډیر احسان مند دي چې د هغه له وجې الله ج دوی ته ایمان نصیب کړى.
دا خو ظاهره خبره ده چې اخري امت ته الله (جل جلاله) ایمان د نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) په وجه او واسطه نصیب کړى؛ نو له دې وجې نه دا امتْ له الله ج نه بعد د نبي کریم ص ډیر احسان مند دی.
څنګه چې الله (جل جلاله) خالق او مالک دی؛ دالله (جل جلاله) حق د هغه عبادت کول او دهغه حمد او ثنا بیانول دي؛ نو دغسې د پیغمبرانو حق په هغوی باندې درود او سلام ویل دي، یعني له الله (جل جلاله)څخه د لا زیات رحمت او د درجاتو د لوړوالي لپاره دعا کول.
د درود او سلامتیا مطلب دا دی چې د احسان مندو په دربار کې د عقیدت او محبت تحفه، د وفادارۍ او انکسارۍ نذرانه او دهغه د شکر ګزارۍ اظهار کول دي. (بادشاهانو ته د فقیرانو د تحفې څه ضرورت)!
خو بیا هم الله (جل جلاله) زمونږ دا کمزورې دعا د هغه په باره کې قبلوي او د هغه د رفع درجات سبب ګرځي؛ خو له هر څه نه ډیره فائده یې مونږ ته رارسیږي، زمونږ ایمان ورسره قوی کیږي او له هغه سره مو رابطه محکمه کیږي.
یو ځل په اخلاص درود ویلو سره د الله (جل جلاله) له لورې په مونږ او تاسې لس واره رحمتونه نازلیږي.
*فائده*
علامه منذري (رحمه الله) په ترغیب کې د حضرت براء (رضی الله عنه) نه روایت نقل کړی چې رسول الله ص فرمایلي:
“چې څوک په ما باندې یو ځل درود شریف ووایي الله (جل جلاله) به هغه ته لس نیکیاني ولیکي، لس خطاګانې به یې معاف کړي، لس درجې به یې بلندې کړي او دا به هغه ته د لسو غلامانو ازادولو په برابر وي”.


