اروزګان: د هاوان مرمۍ د چاودیدو له امله ٧ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۴) صابر خپلواک
د اروزګان ولايت مرکز ترينکوټ کې د هاوان مرمۍ د چاودیدو له امله د ماشومانو په ګډون ٧ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه پرون مازديګر د دغه ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې ماشومانو د هاوان يوه زړه سرګلوله پيدا کړې وه او بيا يې په کور کې ورسره لوبې کولې چې پرې چاودېدلې ده.
د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي چې ډېرى يې ماشومان دي.
د ګيزاب پخواني ولسوال عبدالله هم ياده پېښه تائيدوي او وایي چې په وژل شوو کې يو سپين ږیرى او دوه ماشومان او په ټپيانو کې څلور ماشومان شامل دي.
دى وايي چې ټپيان ځايي کلينيک ته لېږدول شوي خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.



