د مسلمانانو ذهني او علمي ځوړتیا

لیکنه: طالب العلم عبد الصمد شاکر
دا مهال علمي بې کاري او ذهني ګډوډي یواځې د افغانانو او د هغوی د دیني او علمي حلقو ځانګړتیا نه ده بلکې د ګردي اسلامي نړۍ مسلمانان له ختیځه تر لویدیځه ټول د یو ډول علمي ځوړتیا ښکار شوي دي دماغونه یې سست او غمګین شوي ښکاري او په عمومي لټۍ او بې کارۍ اخته دي.
اسلامي نړۍ کې اوس هغه ځواک نشته چې پخوا ترې برخمنه وه د تجدد فکر، اجتهادي ځواک، ادب او شاعري، حکمت او هنر کې بې ساري توب او داسې نوښت چې د ابن خلدون د مقدمې په څېر اغیزمنه لیکنه د اسلامي نړۍ په برخه شوله، له ننني دور نه په ښکاره توګه د بدحالۍ او د پردیو د تقلید ډیرښت تر سترګو کیږي.
دغه اغیزمنتیا او ګډوډي د کومې ځانګړې څانګي او ځانګړي هنر پورې اړوند نه ده؛ دیني علوم، شعر او ادب، لیکنه او تاریخ، د زده کړې نصاب او نظام او داسې نور… ټول ترې لږ او ډیر اغیزمن شوي دي.
که د اسلامي نړۍ د پخوانیو پوهانو (اسلافو) یادښتونه او د سوانحو کتابونه وکتل شي نو په سلګونو داسې نومونه پکې دي چې نن په ګرده اسلامي نړۍ کې هیڅ یو تن داسې نشته چې په هغوی (اسلاف) کې د یو په نوم نومول یې صحیح وي او یا یې د کومې موضوع په باب نوی نظر ورکړی وي، یا یې په یوه ځانګړي علم کې ارزښتناک زیاتوالی کړی وي البته یو څو په شمیر کسان به وي چې د خپل مهال تر عامي علمي او ذهني سطحې یې ځواک لوړ وي.
د زده کړې ټولې مدرسي د سختي بیکارۍ، ګډوډۍ ښکار او په یوه علمي او فکري ځوړتیا اخته شوې دي، له تعلیمي نصاب څخه د متقدمینو علم ښوونکي او شوق پارونکي کتابونه وویستل شول او پر ځای یې د متاخیرینو کتابونه رامنځ ته شول چې هغه د خپل فن له مخې د اجتهاد درجه نه لري او یواځې شرحه او د چا تقلید وي اوس د متونو ځای لړلیکونو (شرحو) نیولی دی او اسلافو په دې هکله له ډیر بسواله (کفایت شعاري) نه کار اخیستی و.
یوازې دیني علم مخ پر ځوړتیا نه دی بلکې ادب او شعر هم خپل ژوندیتوب له لاسه ورکړی دی او د پردیو د تقلید رنګ پرې غالب شوی دی، په لیکوالۍ کې له تصنع او ریاکارۍ نه کار اخیستل کیږي، قافیه جوړونه او عبارت لیکنه بې ډوله دي، د دستانو لیکونه، د تاریخ کتابونه او دفتري لیکنې او فرمانونه یې هم له عیب نه نه دي پاک؛ یوه یوه ادبي لیکنه داسې وي چې د دغې زمانې له عام دور نه بېله وي او تر ټیټې سطحې نه لږه څه لوړه وي.
د اسلامي نړۍ د بیا لوړتیا په هیله!


