اتلان څوک دي؟

ليکنه: طلحه افغان

نن ګورو چې د افغانستان تش په نامه واکدارن او د غرب تر سيوري لاندې روزل شوي کسان دا کوشش کوي چې د افغانستان په تاريخ کې ځانونه اتلان او د هيواد رښتیني بچيان حساب کړي؛ خو تاريخ به دا ثابته کړي چې دا د غرب په اشارو غولېدونکي کسان اتلان نه بلکې بزدلان دي، رښتیني نه بلکېکاذبان دي، زمريان نه بلکې ګیدړان دي.

ځکه چې دوی د څه مادي امتيازاتو په بدل کې دين، وطن، ناموس او ملي شتمنۍ په کفارو وپلورې او د ګران هيواد د شهيدانو له وينو سره يې نه جبرانيدونکي خيانتونه وکړل، د غرب د خوشحاله کولو لپاره يې په خپل افغان اولس له هيڅ ډول ظلم څخه دريغ ونه کړ، د افغان اولس او اسلام سره يې لوى لوى خيانتونه وکړل او د افغانستان په تاريخ کې تور داغ شول.

هو!

د هيواد رښتیني اتلان خو د اسلام د مدرسې عالمان، ملايان، طالبان او د اسلامي مفکورې واله خلک دي.

تاريخ به هم دا ثابته کړي چې د هيواد اتلان هغه کسان و چا چې ددغه کړيدلي مسلمان اولس په دفاع کې له هيڅ ډول قرباني څخه دريغ ونه کړ او د اسلام او د وطن دښمن ته يې هيڅکله هم سرټيټ نه کړ او دښمن ته يې دا ثابته کړه چې په افغان اولس کې لا تر اوسه زمري شته.

هو دغه رښتینو اتلانو د دغه کړيدلي افغان اولس د دفاع په خاطر هر ډول قرباني ته ځانونه چمتوکړل،  د خپلو ځانونو د قربانولو په بدل کې يي د دغه مظلوم اولس هيلې پوره کيدو ته نږدې کړې، د اسلام او وطن دښمنان يې له پرمختللې ټيکنالوجي له سره سره له سترې ماتې او رسوايي سره مخ کړل، او خپله  دښمن هم د دغه اتلانو په برياوو اعتراف وکړ.

نو که اوس هر څومره دا د غرب تر لاس لاندې تش په نامه واکداران ځانونه افغان اولس ته خواخوږي او اتلان ښکاره کړي؛ خو لله الحمد افغان مسلمان اولس اوس په دې پوهيدلى چې رښتیني قرباني څوک ورکوي او د افغانستان رښتیني اتلان څوک دي.

ان شاءالله تاريخ به هم د هيواد رښتیني اتلان په زرينو کرښو وليکي چې د مسلمه امت راتلونکي نسلونه به پرې وياړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button