ګـــــــل ( Flower)

لــــــیــکــنه: فـــدامــحــمـد فـــیـــضـــان.

ګل دنباتاتو تکثری جوړښت دی یعنی تکثر په ګل کی صورت نیسی. ګل یوه مذکره برخه لري چی ګرده تولید وي.
ګرده هغه مواد دی چی دګل په منځ کی د سپرم په نا مه مواد دي. کله چی مواد له تخمی یا هګۍ سره یو ځای شی یو نوی نبات منځ ته راوړي.

همدا رنګه ګل یو مؤنثه برخه هم لري چی تخمه تولید وي.
ګرده له یو ځای څخه بل ځای ته د باد ، باران ، حشراتو، او اوبو په وسیله وړل کیږي.

په نړۍ کی د ګل لرونکو نباتاتو شمیر تر بی ګله نباتاتو زیات دی. علت یی دادی چی ګل لرونکی نباتات په اسانی سره له خپل ماحول سره توافق کوي.

د ګـــــــل جوړښـــت: 
ګل له څلورو برخو څخه جوړ شوي دی. ¹سټامین، ² پټسیل ³ کاسبرک ⁴ ګلبرک
سټامین او پسټیل یی تخمه او ګرده تولید وي.

کاسبرک ګلبرک د تنی د جوړښتونو حفاظت کوي.

دګل ټولي برخی د ګل د تالاسوس پر سر پرتی دي. تالاسوس د ګل د ساقی پنډی برخی ته ویل کیږي.
(کاسبرک:) دا دګل خارجی برخه ده چی دګل د غو نچی حفاظت کوی رنګ یی شین دی، کله بی رنګه هم وی.
(ګلبرک:) دا د ګل هغه برخه ده چی بوی او شیره لری.
(سټامین:) دګل دتذکیر آله ده چی ګرده پکی پخیږي.
(پسټیل:) د ګل د تانیث آله ده چی تخمه تولید وي. کله چی دغه تخمه دسپرم سره یو ځای شي نو نوی ځوان نبات منځ ته راځي.
میوه:
کله چی تخمه په دانه بدله شی نو تخمه دانی یعنی هغه جوړښت چی تخمه تولید وي په میوی سره بد لیږي.

ځینی میوی داسی دي چی اوبه لري لکه انګور، مالټه، انار، وغیره …… او ځینی میو ی بیا داسي وی چي اوبه نه لری لکه بادام، چارمغز، پستی وغیره ……
نباتات متحرک ندی له همدی کبله له یو ځای څخه بل ځای ته حرکت نشي کولای . دنباتاتو ګرده دباران، باد ، او حشراتو په وسیله له یو ځای څخه بل ځای ته نقلیږي.
دهر نبات په داخل کی د کڅوړی په شان یو جوړښت دی چی سباک ورته وایي، ددی سباک په داخل کی ګرده واقع ده کله چی دغه سباک څیري شی نو ګرده ورڅخه راوزي.
نور بیا ………

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button