دمسلمانانو ذهني او علمي ځوړتیا

لیکنه: طالب العلم عبد الصمد شاکر
دا مهال علمي بیکاري او ذهني ګډوډي یواځي د افغانانو او دهغوی د دیني او علمي حلقو ځانګړتیا نده بلکي دګردي اسلامي نړۍ مسلمانان له ختیځه تر لویدیځه ټول د یوډول علمي ځوړتیا ښکار شوي دي دماغونه یي سست او غمګین شوي ښکاري او په عمومي لټۍ او بیکارۍ اخته دي.
اسلامي نړۍ کي اوس هغه ځواک نشته چي پخوا تري برخمنه وه دتجدد فکر، اجتهادي ځواک، ادب اوشاعري، حکمت اوهنرکي بي ساري توب اوداسي نوښت چي دابن خلدون دمقدمي په څیر اغیزمنه لیکنه داسلامي نړۍ په برخه شوله، له نني دور نه په ښکاره توګه دبدحالۍ او دپردیو دتقلید ډیرښت تر سترګو کیږي.
دغه اغیزمنتیا او ګډوډي د کومي ځانګړي څانګي او ځانګړي هنر پوري اړوند ندي دیني علوم، شعر او ادب، لیکنه اوتاریخ، دزده کړي نصاب اونظام اوداسي نور…ټول تري لږ اوډیر اغیزمن شوي دي.
که د اسلامي نړۍ دپخوانیو پوهانو (اسلافو) یادښتونه او د سوانحو کتابونه وکتل شي نو په سلګونو داسي نومونه پکي دي چي نن په ګرده اسلامي نړۍ کي هیڅ یوتن داسي نشته چي په هغوی (اسلاف) کي دیو په نوم نومول یي صحیح وي او یا یي دکومي موضوع په باب نوی نظر ورکړی وي، یا یي په یوه ځانګړي علم کي ارزښتناک زیاتوالی کړی وي البته یو څو په شمیر کسان به وي چي دخپل مهال تر عامي علمي او ذهني سطحي یي ځواک لوړ وي.
د زده کړي ټولي مدرسي دسختي بیکارۍ، ګډوډۍ ښکار او په یوه علمي اوفکري ځوړتیا اخته شوي دي، له تعلیمي نصاب څخه دمتقدمینو علم ښوونکي او شوق پارونکي کتابونه وویستل شول او پرځای یي د متاخیرینو کتابونه رامنځ ته شول چي هغه دخپل فن له مخي د اجتهاد درجه نه لري او یواځي شرحه او دچا تقلید وي اوس دمتونو ځای لړلیکونو (شرحو) نیولای دی او اسلافو په دي هکله له ډیر بسواله (کفایت شعاري) نه کار اخیستی وه.
یوازي دیني علم مخ پر ځوړتیا ندی بلکي ادب او شعر هم خپل ژوندیتوب له لاسه ورکړي ده او دپردیو دتقلید رنګ پري غالب شوی دی، په لیکوالۍ کي له تصنع او ریاکارۍ نه کار اخیستل کیږي، قافیه جوړونه او عبارت لیکنه بي ډوله دي، د دستانو لیکونه، دتاریخ کتابونه او دفتري لیکني او فرمانونه یي هم له عیب نه ندي پاک، یوه یوه ادبي لیکنه داسي وي چي د دغي زماني له عام دورنه بیله وي او تر ټیټي سطحي نه لږه څه لوړه وي.
داسلامي نړۍ دبیا لوړتیا په هیله



