طلوع،لمر،یک او دیته نورو ورته تلویزونوکی دطالب ضدتبلیغات آیاریښتیاتجارتی اعلانات دی؟!

داکترسيرت افغان
دا اوس هرچاته ته لمر روښانه ده چی اوسنیوجگړو کی دمیدان گټل په نظامی برخه پوری دومره اړه نه لری لکه څومره چی په فکری اوتبلیغاتی (سوړجنگ)پوری اړه لری.
اوس هم مونږ په کراتواو مراتو وینوچی په تلویزونوکی دطالب په وړاندی دومره دکرکی اونفرت څخه ډک تبلیغات کیږی چی آن اکثره دپاکی اوکلکی عقیدی خاوندان یی د دوی(طالبانو)دپاکی مبارزی په وړاندی متأثره کړی؛زه خپله چی ځان یو څه پرفکری جگړه پوه گڼم بیگاه می چی کوم د دوی په اصطلاح تجارتی اعلان ولیدلو نوماویل که یی څو ځلی تکراراًووینم نولیری نه ده چی دفکری جگړی ښکار شم،نودهغه عام ولس به څه حال وی چی دفکری یاتبلیغاتی جگړی په نامه یی نه څه لیدلی اونه یی څه اوریدلی….؟!
ترټولواحمقانه ځای خو دا دی چی په آخر د اعلان کی وایی څه موچی ولیدل یوتجارتی اعلان وو.
اوس که دا ریښتیا تجارتی اعلان وی نوباید دپیسو په بدل کی دواړو لوریو ته بی له کوم تفاوت څخه تبلیغاتی اعلانات وکړی، چی داسی کړنه به هیڅ امکان ونه لری، نوچی امکان نه لری.
نوبیادجگړی یولوریه(طالبه)!!!
که ددی دروغجنوتجارتی اعلاناتو په وړاندی دمؤقف همداسی چپ اوبی اقدامه وی نو لیری نه ده چی خدای مه کړه بی له کوم نظامی مقاومت څخه به مات او دولس دغټ قشر لاسته راوړی زړونه به دلاسه ورکړی.



