اشرف غني نړیواله صلیبي جګړه پر مخ وړي

لیکوال: احمدالله حسین خیل
صلیبي جنګونه ډېر له پخوا څخه شروع شوي؛ او هر وخت کفارو دمسلمانان پر خلاف مختلفې دسیسې کارولي دي؛ او یو وخت یې هم مسلمانان په کرار نه دي پریښي او نه به دمسلمانانو ځورولو څخه لاس واخلي .
صلیبیانو په دې جنګونو کې ناروا او نه بښونکي ظلمونه کړي؛ دښځو، سپینګیرو او ماشومانو په شمول یې زیاتې وینې تویې کړي آن تر دې چې ماشومان او زنانه یې په اورونو کباب کړي او دمور په مخ کې یې ورته دخپل بچي کباب کړې غوښې خوړلي.
تاریخ شاهد دی چې مسلمانانو هم ورسره نه ستړي کیدونکې مبارزې کړي او کفاروته یې غاښ ماتونکي ځوابونه ورکړي؛ خو خدای خبر چې اوس زموږ پر ځینو مسلمانانو څه وشول؟ چې دمسلمانان څنګ یې پرېښود او صلیبیانو سره دهغوی جګړه پر مخ وړي او داسې کاږه دلایل ورته تراشي چې هیڅ دمنلو وړ نه دي ددې پر ځای چې اسلامي، نبوي څوارلس نیم سوه کاله مخکنۍ شروع شوې جګړه وګټي په هغې خاورې اړوي او دمسلمانانو هغه قربانۍ تر پښو لاندې کوي چې کلونه کلونه یې ګالي؛ بلکې دخپلو مسلمانانو پر وړاندې دصلیبیانو جګړه ګټي آیا داسې خلکو ته به تاریخ دمسلمان خطاب وکړي یا به یې هم وستایي؟ نه هیڅکله نه صلیبیانو تل داسې هڅې کړي چې په خپل شنه زور سره مسلمانان دځان تابع کړي او خپل مفسد اغراض او کفري، شیطاني عقاید په کې ترویج کړي او داسلام هغه تاریخي کارنامې او سپېڅلي عقاید او عنعنات ددوی له ذهن څخه وباسي خو نه توانېدلي.
خو داځل صلیبیانو بله لار غوره کړه؛ دصلیب جنګ ګټلو لپاره له هغو خلکو کار واخیست چې عام خلک یې دمسلمانانو په نوم پېژني یو له هغو نه هم اشرف غني او دده معتقدین دي؛ دا هغه خلک دي چي صلیبي جکړه پر مخ وړي.
ددې خبرې ښه مثال داشرف غني وروستۍ څرګندونې دي چې په مونیخ غونډه کې یې نړیوالو سره شریکې کړې نوموړي دمونیخ په غونډه کې وویل چې افغانستان دا وخت دشلو ۲۰ هغو تروریستي ډلو سره په جنګ کې ښکېل ده چې امریکا او ملګرو ملتونو ته ګواښ دي، ددې خبرې دا معنا چې هغه مسلمانې ډلې چې کفري نړۍ ته خطر لري موږ ورسره دوښمني لرو.
بل یو ښه مثال یې د ډاکتر فیض محمد ځلاند یوه تلویزوني مرکه ده چې له یوه خبریال سره یې کړې، په مرکه کې ښاغلی ځلاند دافغانستان پر موجوده حکومت ډېرې نیوکې کړي چې یوه یې داده: دامریکا پخوانی ولسمشر بش چې کله افغانستان ته راغی او دافغانستان روان وضیعت یې ولید او هغه خلک یې بر سر اقتدار ولیدل چې ټول ټوپک ماران، پخواني مفسدین او زور واکان دي؛ نو مخې سره یې سپنې ماڼۍ ته مخه کړه او هلته یې خپلو مشاورینو ته وویل چې افغانستان حکومت کې خو ټول هغه جګړه ماران او نا اهله داړه ماران ننوتل چې عوامو کې هیڅ محبوبیت نه لري او په داسې صورت کې خو حکومتولي نه را منځته کیږي؛ خو داخبره دامریکا استخباراتو سي ای اې ورسره ونه منله چې نه! همدا هغه خلک دي چې زموږ جګړه پر مخ وړي یعنې موږ چې کومه نړیواله صلیبي جګړه شروع کړې همدا خلک یې راته پر مخ وړي اشرف غني تل داسې څرګندونې کوي چې ګواکې دی له مسلمانانو څخه پوزې ته راغلی ده او کفارو ته پنا وروړي داخبرې صراحتا ددې خبرې شاهدي ورکوي چې اشرف غني او متحدین یې صلیبي جګړه پر مخ وړي او بل هیڅ نوم موږ ورته نه شو ورکولای.



