یوه نفر د چنګیز څخه دهغه درحم او شفقت پوښتنه وکړه!

لیکوال: خاکسار
چنګیز په رسمیت پېژندل سوي یوظالم وو په اصل کې مغل وو. یو وخت یونفر چنګیز ته وویل چې ایا تاسو په خپل ژوند کي پر یوچا رحم اوشفقت کړي دی اوکه یا ؟
چنګیز وویل هو کړي مې دي.
پوښتنه کوونکي نفر ورته وویل چې سنګه رحم دي کړي دي؟
چنګیز وویل، یوورځ زه پر لاره تېرېدم یوه ښځه د ویالې پر غاړه ناسته او چیغې وهي او ماته یې وویل مرسته راسره وکړه ماشوم زوي مي اوبو ته ولوېدي نو ما هم خپل توره په لاس کې راوخیستل پر ماشوم مي چخ کړه او د اوبو څخه مې راپورته کي او ماشوم مړ سو
یاد نفر ورته وویل ایا دا ستاسو رحم وو ؟
چنګیز وویل هو دا زما رحم اوشفقت دي.



