فوربس : امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې ده نور باید له دې هیواده ووځي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۱۴) عبدالهادي همت

امریکاد داعش سره په جګړه کې دمره ډالرنه مصرف  کوې لکه په افغانستان  کې چې مصارف کوي خوامریکایې واکمنو په انتخاباتي کمپاین کې د افغانستان نوم هم وانخیست .

فور بس مجلې لیکلي د امریکاپه تاریخ کې ترټولو اوږده جګړه اوس هم دوام لري.

د امریکااردو پنځلس کاله په منځنۍ اسیاکې جګړه کوي خو دکوم هدف لپاره ؟

ددې لپاره چې یو فاسد مرکزي حکومت باید دوام وکړي پرته له دې چې د امریکاامنیت ته يې فایده ورسیږي .

فوربس لیکي په دې ورستیوکې چې په یوه استماعیه غونډه کې په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو له قومندان نیکولسن څخه پوښتنه وشوه چې ایا امریکاپه افغانستان کې په جګړه کې کامیابه کیدایشي؟ نیکولسن ددې خبري هیڅ ځواب هم غونډي ته  ورنکړ

نيکولسن وويل، په افغانستان کې د په ټپه ولاړ حالت د تغیر لپاره په کار افغان ځواکونه کم دي.

فوربس  د مقالې په اخیرکې  ليکي چې وخت رارسېدلی چې واشنګټن په بشپړه توګه له افغانستانه ووځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button