د ټولنيز عدالت مدني بنسټ: راتلونکی پسرلی به د نورو کلونو په پرتله ګواښونکی وي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۱۴) الماس خدرخیل
په هېواد کې د وسلوالو مخالفينو له لوري روان عمليات او د ځينو ولسواليو او سيمو سقوط د مدني ټولنو او عامو خلکو اندېښنې زياتې کړي دي.
تېره ورځ په کابل کې يو شمير فعالان راټول شوي ول، چې په افغانستان کې د روان وضعيت په اړه اندېښنه وښودله او له حکومته يې د راروان پسرلي لپاره د چمتوالي غوښتنه وکړه.
د ټولنيز عدالت په نوم د مدني بسنټ غړو په دغه ناسته کې وويل: (موږ افغانستان له مدیریتي ضعف او په امنیتي برخه کې د سټراټیژۍ له نه شتون سره مخ یو او له بده مرغه چې راتلونکی پسرلی به د تېرو کلونو په پرتله ګواښونکی وي، ځکه وسلهوالو طالبانو ژمي کې خپل عملیات پیل کړي دي).
د ټولنیز عدالت په نوم دغه مدني بنسټ سیمه کې د پاکستان، ایران، چین او روسیې لهخوا جوړ شوي ائتلاف د افغانستان لپاره خطرناک ګڼي او وايي چې حکومت باید د ترورېزم سره د مبارزې د مدیریت لپاره د دغه هېواد د متحدینو لازیات ملاتړ جلب کړي.
له دې مخکې د ملي شورا یو شمېر وکیلانو هلمند، ارزګان، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د امنیتي وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې وه او تازه د بغلان ولایت د تاله و برفک ولسوالۍ سقوط دغه اندیښنې زیاتې کړي دي.
بله پلو د افغانستان دفاع وزارت وايي، د وسلهوالو مخالفینو لهخوا د یوې ولسوالۍ مؤقتي سقوط د افغان ځواکونو د ضعف په معنی نهده.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري رسنيو ته وویل، افغان ځواکونه په روان کال کې ښه روزل شوي، تجهیز شوي او چمتو دي چې د وسلهوالو مخالفانو هر ډول بریدونه شنډ کړي.
د يادونې ده، چې وسلوالو طالبانو په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې جګړې ته زور ورکړی، چې په ترڅ کې يې څو ورځې وړاندې د تالاوبرفک ولسوالۍ سقوط وکړ او د لغمان ولايت يو شمير سيمې يې هم په خپله ولکه کې راوستلې.



