طالبان:نړيوالې مؤسسې او ملګري ملتونه دې د طبيعي پېښو ځپل شويو سره مرستې وکړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۱۴) الماس خدرخیل
د روان کال د ژمي له پيل راهيسې په هېواد کې د ورښتونو، واورې ورېدنې او سړې هوا له امله سلګونه تنه عام هېوادوال مړه شوي او همدارنګه زيات شمير کورونه ړنګ شوي چې عام خلک په دې يخو شپو کې د سختو مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي.
په همدې اړه د وسلوالو طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې، د ملي سوداګرو، نړيوالو مؤسسو او ملګرو ملتونو غوښتنه شوې چې د طبيعي پېښو له ځپل شويو مستحقو خلکو سره دې عاجلې مرستې وکړي.
طالبانو په دغه اعلامیه کې په خپلو وسلوالو غږ کړی او ويلي يې دي، چې د بشري مرستو د رسوونکو لوريو لپاره دې لازم امنيتي تدابير ونيسي، ترڅو خپلې مرستې په ډاډه زړه مستحقو خلکو ته ورسېږي.
وسلوالو طالبانو تر دې مخکې، په يوه اعلامیه کې په مختلفو ولایتونو کې له زیانمنو خلکو سره خواخوږي ښودلې وه او په عامه هېوادوالو او سرمايه دارو يې غږ کړی و، چې له مصيبت ځپلو څخه خپله هيڅ راز مرسته دريغ نه کړي او خپلو کسانو ته یې هم له متاثرینو سره د هر اړخیزې مرستې سپارښتنه کړې وه.



