د نوروز لمانځل د شريعت له نظره

لیکنه: حافظ مفتي عبدالستار 

د حضرت انس رضی الله عنه څخه روايت دی فرمايي: پيغمبر ﷺ مدينې منورې ته تشريف راوړی او د مدينې والاوو لپاره دوې ورځي وې يعني نوروز او مهرجان، دوی په دغه ورځو کي خوشحالۍ کولې، پيغمبر ﷺ سوال وكړ چي دا څنګه ورځي دي؟

دوی وويل: د جاهليت په دور کي موږ په دغه دوو ورځو کي خوشحالۍ کولې  پيغمبر عليه الصلوة والسلام و فرمايل: په تحقيق سره  الله عزوجل  ددغه دوو ورځو په  بدل کي خير تر دغه دوو ورځو  درکړي دي  يعني د لوی اختر او کوچني اختر ورځي.

(مشکوة ج 1 ص۱۲۶)

ملاعلي قاري رح فرمايي: (وهما يوم النيروز والمهرجان)
[مرقاة ج ۳ ص۴۹۰]

يعني هغه  دوې ورځي چي پيغمبرعليه السلام په هغو کي د خوشحالي کولو څخه منع کړېده يوه د نوروز  ورځ ده او بله د مهرجان ورځ ده چې  د ميزان اول  تاريخ دی.

د امام شهرستاني رحمه الله (متوفی ۵۴۸ هـ ق) د کـتاب الملل و النحل  په  تعليق (ج ۱ ص ۲۶۲) کي ليکلي دي چي زردشت  د مجوسيانو لپاره دوې ورځي د اخترونو انتخاب کړې چي  يوه د نوروز او بله  د مهرجان ورځ وه نو د جاهليت د دورې مشرانو دغه دوې ورځي د خوشحالۍ لپاره هم خوښي کړې او د هغه وخت خلګو ددوی تابعداري وکړه.

نو پيغمبر ﷺ د مدينې خلگ د دغو دوو ورځو د لمانځلو څخه منعه کړل د دې څخه دا معلومه سوه چي د نوروز لمانځل د جاهليت د زماني او د مجوسيانو (آتش پرستانو) کار او رواج دی نو ځکه رسول الله ﷺ د مدينې خلگ د دې کار څخه منعه کړل او د دې ورځو په بدل کي يې د کوچني اختر او لوی اختر ورځي د عبادت او خوشحالۍ لپاره ورته وټاکلې.

نو اوس که چيري يو څوك د نوروز ورځ لمانځي لکه: خوشحالي کول، نوي کالي اغوستل، ميلمستياوي کول، يوتر بله مبارکي ورکول، رخصتي کول، جشن جوړول، ميلې ايستل او جوړول، هديې اوتحفې سره ورکول او د اسي نور کارونه کول لکه په اوسنۍ زمانه کي چي ځيني خلگ  پر ځينو زيارتو باندي جنډۍ (بيرغ) پورته کوي نو دا لمانځل که د تعظيم او احترام په نيت نه وي نو د خپل پيغمبر محمد ﷺ د ذکر سوي حکم مخالفت کوي، د مجوسو او مشرکانو سره مشابهت کوي، د کافرانو د اعمالو تاييد کوي او د خپل مقدس دين سره يوه لويه بېباکي هم ده؛ حال دا چي رسول الله ﷺ خپل امت ته د کافرانو سره د مخالفت او د نه مشابهت حکم کړی دی لکه چي فرمايي:

خَالِفُوا الْمُشْرِکِيْنَ (الحديث)

يعني د مشرکانوسره مخالفت وکړی.

اوفرمايي «مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ»

يعني څوک چي دکوم قوم سره مشابهت کوي هغه دهغوي څخه دي.

که دا لمانځل يې د تعظيم او احترام په نيت وي نو د کفر خطره ورته متوجه ده لکه شيخ ابوحفص کبير رحمه الله چي فرمايي: که څوك يوه دانه هګۍ د نوروز په مناسبت يو مشرک ته هديه کړه لکه د مشرکانو عادت چي دی دغه شخص په الله سره کافر دی او اعمال صالحه يې برباد دي.

قاضی حسن حنفي رح فرمايي: که چا داسي شی د نوروز په ورځ کي رانيوی چي په نورو ورځو کي يې  نه رانيوى او يا په  نوروز کي يې يو شی چاته هديه کړی که يې په دغه رانيولو يا هديه کولو کي د نوروز د تعظيم او احترام اراده وه لکه کافرانو چي د نوروز تعظيم او احترام کاوه پس په تحقيق سره دغه شخص بې ايمانه سو. العياذ بالله .

(مرقاة ج۳ ص۵۴۳، انوارالمحمود ج ۱ ص۳۷۶،  مظاهرحق ج ۱ ص ۹۳۹،  مدلل مسايل حنفی  ج ۲  ص ۴۰۱ )

په درمختارکي راغلي دي چي هديه په نامه دنوروز او مهرجان حرامه ده، او که په هديه کي دنوروز دورځي تعظيم وکړي لکه کافران چي يې تعظيم اواحترام کوي نو  هديه کوونکی کافرکيږي  او ابوحفص کبير رح فرمايي: که چا پنځوس کاله دالله جل جلاله عبادت کړی وي او بيا د نوروز په مناسبت يوه دانه هګۍ يو کافر ته هديه کړي په تحقيق سره  دی کافر سو او عمل  يې  برباد سو.

 (درمختارمع ردالمحتارج ۶ ص ۷۵۴)

په فتاوی هنديه کي راغلي دي که يوڅوک د نوروز په ورځ د مجوسيانو نوروز ته د دې لپاره ورغلی چي د دوي سره په هغو شيانو کي موافقت وکړي کوم چي دوی  يې په دغه  ورځ کي تعظيم کوي پس په دې کار سره بې ايمانه کيږي.

(فتاوی عالمګيری ج ۲ ص۲۷۶)

نو مسلمانان وروڼه بايد دشيطان په دام کي بند نه سي او د لږ خوشحالۍ او نفسي خواهشاتو د پوره کولو په خاطر دالله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم د فرمان په مخالفت کولوسره د جهنم وکندي ته ځان ونه غورځوي بلکه مسلمان بايد د الله جل جلاله او رسول الله ﷺ د راضي کولو لپاره کوښښ وکړي تر څو په دنيا او آخرت کي کامياب او د جنت د داخلېدو اهل وګرځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button