فراه: هوایي برید کې نهه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب ۱۴) صابر خپلواک
د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې هوايي بريد لږ تر لږه نهه ملکي وګړي وژلي او شل نور ټپيان دي.
دغه بريد د يادې ولسوالۍ په فراه رود سيمه کې تېره ورځ له غرمې وروسته شوى دى.
د فراه د ولايتي روغتون امر ډاکترعبدالحکيم رسولي وايي چې په دغه هوايي بريد کې د وژل شوو نهو تنو مړي او ٢٠ ټپيان دغه روغتون ته ور وړل شوي چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي.
د فراه د ولایتي روغتون د نرسنګ مدیر عبیدالله د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې ۷ نجونې او دوه هلکان دي او په ټپيانو کې هم ډېری ماشومان دي.
هغه وايي چې د ډېرو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د فراه د والي مرستیال محمد یونس رسولي له رسنیو سره په خبرو کې یاده پېښه تائید کړې، اویلي یې دي، چې دغه پېښه ماسپښین دری بجې شوې ده ، ولې نوموړي نه د تلفاتو په اړه څه ویلي او نه هم چې دغه هوايي بريد افغان او که بهرنيو ځواکونو کړى دی.
بلخوا د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو ورغلو خبریالانو ته ویلي، چې موږو په موټرو کې سپاره شوو… چې د (جر اخوندزاده) په سیمه کې دوې چورلکې را ورسېدې، موږ هم ټولې ښځې راښکته کړې چې دوی يې وویني چې موږ ملکي کسان یو، خو دوی پر موږ بمبار پیل کړ
یادو اوسیدونکو ویلي، چې په دغه بريد کې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.



