ننګرهار: د داعش له لورې د مدرسې ۱۲ تښتول شوي استادان بېرته ازاد شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب ۱۴) صابر خپلواک
د ننګرهار ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د داعش وسله والو له لوري نیول شوي د مدرسې ۱۲ استادان او دوه مامورین د هغوی له بنده ازاد او خپلو کورونو ته ستانه شول.
ياد کسان د روان لمريز کال د مرغومي په ۲۶مه د دې ولسوالۍ د شپولې سيمې اړوند د مشر ملا په نوم په يوه ديني مدرسه کې له زده کوونکو امتحان اخيست چې داعش وسله والو ونیول.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي رسنیو ته ویلي، چې نيول شوي ښوونکي له کوم جوړ جاړي پرته او د قومونو د منځګړتوب په نتيجه کې راخوشي شوي دي.
د هسکې مېنې ولسوال حاجي سازولي هم ویلي، چې نيول شوي استادان بېګا ماخوستن د داعش له بنده را خوشي شول.
سازولي زیاته کړې ، په هماغه ورځ یو شمېر قومي سپين ږيري ورپسې ورغلي وو، هغوی ورته بېلابېل شرطونه وړاندې کړي وو، خو نوموړیو ورسره هېڅ کوم شرط نه وو منلی .
تر دې وړاندې هم د پچیراګام ولسوالۍ لسګونه مخور د داعش له لوري برمته شوي وو چې هغه هم د قومي مشرانو د هلو ځلو په ترڅ کې ازاد او خپلو کورونو ته ستانه شوي وو.



