آیا نواز شریف به طالبان خبرو ته چمتو کړي؟

د امریکا ولسمشر اوباما تیره اوونۍ د پاکستان صدر اعظم نواز شریف د یو لوړ رتبه پلاوي پر مشرۍ امرکا ته ور وغوښت او هلته یې د پاکستان او امریکا تر منځه پر دوه اړخییزو ستونزو ، سوداګرۍ ، سیاسې حالاتو او په ځانګړي ډول د افغانستان دسولې په اړه خبرې او مشورې وکړې.
دا ښکاره خبره ده چې امریکا له پاکستان سره اړیکې لري او پاکستان هم تر ډیره حده د امریکا پر مرستو ولاړ هیواد دی، د ترهګرۍ پر خلاف جګړه کې امریکا د پاکستان زښته ډیره مرسته کړي نودا ښکاره خبره ده چې پاکستان به امریکا ته ډاډ ورکوي چې ستاسې مرسته پرځاي لګیدلې ده ، بله دا چې افغان حکومت پر دې خبرې ټینګار کوي چې طالبان دپاکستان تر سیاسي او نظامي واک لاندې دی نو پاکستان هم ورته ټټر وهلی چې مونږ به طالبان چمتو کړو چې له افغان حکومت سره خبروته تیار شي نو اوس پوښتنه داده چې آیا رښتیا هم طالبان د پاکستان تر واک لاندې دی؟
طالبانو تل په خپلو اعلامیو کې څرګنده کړي چې دطالبانو تحریک یو خپلواک اسلامي غورځنګ دی ټولې پریکړې د جیدو علماوو پر مشورې ترسره کیږی؛ نو زیاترو سیاسي شنونکو پر اند طالبان یو خپلواک تحریک دی خو طالبانو ته هم ښایی چې د سیاسي پوهې او نزاکت په رڼا کې د خپلو خلکو د هیلو په رڼا کې پریکړې وکړي او افغان مسلمان ولس ته ثابته کړي چې اسلامي امارت د چا تر واک لاندې نه دی.
که څه هم تر ډیره بریده څرګنده دی چې طالبان په افغانستان کې د اسلامې نظام غوښتونکې دي خو بایدسیاسې لید لوری یې هم خپل اولس او هم نړۍ ته څرګند وي.
نړۍ باید دا قضاوت ونه کړي چې ګوندې طالبان خپلواک نه دې او دې مطلب ته د رسیدو لپاره باید طالبان هم ډیر کار وکړي.



