دا ځل افغان حکومت ۴۹ پاکستاني وګړي دغه هېواد ته سپارلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۱۴) الماس خدرخیل
له تېرو دوه اوونيو راپديخوا چې د ډيورنډ پر کرښه لارې تړل شوي، پاکستاني پوليسو سلګونه بې اسنادو افغانان په خپل هېواد کې نيولي او خپل هېواد ته يې را استولي دي.
خو له ډېرې مودې وروسته دا لومړی ځل دی، چې افغان حکومت هم ځينې پاکستاني وګړي پاکستان ته سپارلي دي.
د پاکستان رسنيو راپور ورکړی، چې ياد شمير پاکستاني وګړي د افغانستان په بېلابېلو زندانونو کې بنديان و، چې په تورخم کې پاکستاني چارواکو ته وسپارل شول.
تر دې دمه افغان چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ويلي، چې دغه کسان څوک او کله نيول شوي و.
پاکستاني ځواکونو تېره مياشت هم د تورخم په دروازه کې ۵۲ بې اسنادو افغانان چې مريضان او په پاکستان کې بند پاتې وه افغان چاوراکو ته وسپارل.
په پاکستان کې له وروستیو چاودنو وروسته په ځينو سيمو کې د افغانانو ځورونې او نېونې ډېرې شوې دي او ویل کېږي چې سلګونه افغانان د پاکستان په زندانونو کې پراته دي.



