(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب ۲۰) محمد طاهر
د ترکیې صدراعظم بن علي یلدرم امریکې ته خبر ورکړي چې د اسلامي دولت نومې ډلې د جنګیالیو نه د سوریې د رقه ښار بیرته نیولو کې دې کردي ځواکونو ته ځای نه ورکوي.
نوموړي وویل، که امریکا دا کار وکړي نو ترکیه به د امریکا له هغې اتحادیې بهر شې چې د اسلامي دولت نومې ډلې په خلاف يې ورسره کړې وه.
د ترکیې صدراعظم بن علي یلدرم، خبرداری ورکړی که د اسلامي دولت نومې ډلې د جنگیالیو نه د سوریې د رقه ښار د بیرته نیولو په جنگ کې کردي ځواکونه شامل کړای شي د واشنگټن او انقرې اړیکې به خرابې شي.
امریکایي چارواکو ویلي دي، څو ورځې کېږي چې د امریکا د پوځ یو شمیر توپچي ټولگي سوریې ته استول شوي دي چې د رقه ښار د بریته نیولو په عملیاتو کې چې داعش یې خپل پایتخت بولي، د محلي ځواکونو سره مرسته وکړي.
خو د رقه ښار بیرته نیولو پلانونو کې د ترکیې او امریکا جدي بحث او جنجال روان دی، ترکیه واي چې زمونږ پوځي ځواکونه او د هغه متحد سوري پوځونه په دې جګړه کې بسنه کوي.
د ترکیې صدر اعظم وویل، که امریکا په دغو عملیاتو کې د سوري کردي ځواکونو ته ځای ورکړي نو ترکیه به دغو عملیاتو کې ګډون ونه کړي.
دا ځکه چې کردي ځواکونه د ترکیې لپاره ستر ګواښ ګڼل کیږي.


















