سرلیکنه
په هرهېواد کې چې یو ګوند د نظام واک ترلاسه کړي په مقابل کې یې اپوزیسیون حکومتولي څاري ترهغې پرې نیوکې کوي څو د هغه هېواد د قانون سره سمو کړنو ته یې اړکړي؛ خو بدبختانه په افغانستان کې نه د نیوکې اصول شته او نه د مخالفت. هر څه د ټوپک په شپیلۍ کیږي چې همدې ناسمو او نارواو کړنو افغان ولس له څلورو لسیزو خپلو کورونو پریښودو ته اړکړی دی.
یو شمیر هېواد وال چې د هېواد په داخل کې ژوند کوي هغه د مرګاني بریدونو او که په بهر کې دي هغه د هغو هیوادونو د قانون له مخې د بندیزونوڅخه نور د ژوند سانه شي اخستلای، په داخل د هېواد کې میشت افغانان له لاس اړۍ نه بهرته د تلو او په بهر کې اوسیدنکي داخل ته د راتلو توان نه لري او نه د روانو نا امنیوله امله د خپل راتلونکي په اړه پریکړه کولای شي.
په نورو هېوادونو کې چې جګړه روانه وي د جګړې له منځه روغتونو ته ژوبل کسان که په جګړه کې ښکیل لوري وي او که ملکي وګړي د هغه دولت پوځونه د ژوبلو کسانو روغتونوته په رسولو کې د خیریه ادارو سره مرسته کوي خو په افغانستان کې په روغتونو بریدونو او اروپایی هېوادونو کې پر بهرنیو د ویزو او سفرونو بندیزونو د نورو پنا غوښتونکو زیات د افغانانو ژوند زیات تریخ کړی دی.
د مخه به په اروپاکې د پنا غوښتونکو د هوسا ژوند راپورونه ورکول کیدل ځکه خو له هیواده پښو ایستونکو افغانانو او په ځانګړې توګه ځوان نسل اروپایي هېوادونه ته په سا ورکونکو لارو مخه وکړه چې اوس ېې دا دی په اروپایی هیوادونوکې هم ژوند تریخ شو.
اروپایی هیوادونو په بروکسل کې د وزيرانو په غونډه کې پريکړه کړې چې په شینګن حوزه کې د سفرکوونکو اسناد په الکترونيکي ډول و پلټي، اندیښنه داده که دا پریکړه عملي شي اروپاته د تلونکو ټولو پناغوښتونکو ژوند به تریخ او ستونزمن شي خو دا پریکړه چې موخه ېې اروپاته د بهرنیو پناغوښتونکو په ورتلو بندیز دی افغان د پنا غوښتونکولپاره داندیښنې وړده .
د مالتا د کورنيو چارو وزير کارمیلو ابیلا، د دې پريکړي او اروپاته په ورتلونکو پلټنې ستاينه کړې دهغه په اند دا پریکړه به د ترهګرې په کنترول او مبارزه کې مهم ګام وي ، هغه هیوادونه چې په اروپایی ټولنه کې شامل نه دي لکه بريتانيا،ايرلند، کروشیا، قبرس،ناروې او سويس هغوۍ به هم ترڅه حده دامنیتي ستونزو په حل کې برلاسي شي.
تراوسه د اروپایی وګړو دسفر اسناد نه کتل کیدل د سفر کونکوکنترول به کیده خو دومره بندیز نه و لکه اوس چې اروپا ته د ورتلونکو وګړپه اړه د پریکړې له مخې اړین شو.
اندیښنه دا ده چې افغانانو ته اروپا د هوسا ژوند هیوادونه ښکاره کیدل هلته پرې بندیزونه او په هیواد کې ېې مرګاني بریدنه دا حالات به د افغانانو ژوند ډیرتریخ کړي، بیا خو به دا ووایو چې افغانان ژوند کولو ته نه بلکې یواځې او یواځې د مرګ لپاره پیداشویدي .
که افغانان لږ څه خپل راتلونکي ته وګوري لکه څرنګه چې نوره نړۍ د هوسا او بسیا ژوند حق لري افغانان ېې هم لري خو داچې له افغانانو داحق چا اخستې؟ چاېې د هوسا او بسیا ژوند مخه نیولې؟ څوک ېې نیمګړي ژوند کولو ته هم نه پریږدي ؟ او څوک ېې د ژوندسره لوبې کوي؟ که دا احساس افغانانو سره پیداشو بیا به د افغانانو ژوند هوسا او بسیا وي د هغه چا ژوند به تریخ شي چا چې افغانانو ته په خپل هیواد او بهر کې ژوند تریخ کړی دی.

















