دزکات مسایل (۳۷مه برخه) د زمکې قيمت د نصاب په اندازه دى مګر حاصل نشته نو اعتبار کوم يوه لره دى

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د زمکې قيمت د نصاب په اندازه دى مګر حاصل نشته نو اعتبار کوم يوه لره دى
پوښتنه : شخصي قدر اراضي که قيمتش زائد از نصاب اضحيه وصدقه فطر باشد ليکن پيداواری سالانه بنصاب نمي رسد، درين صورت کدام جهت معتبر ومعتمد است، جهت قيمت يا پيداورا؟.
ځواب : درين صورت اختلاف است، مابين امام ابو يوسف رحمه الله وامام محمد رحمه الله، امام محمد رحمه الله مي فرمايند که اين چنين نصاب مذکور مانع از اخذ زکوة نيست وصدقه فطر او اضحيه برو واجب نيست، وامام ابو يوسف رحمه الله نصاب مذکوره را مانع از اخذ زکوة مي فرمايند وصدقه فطر او اضحيه برو واجب مي گويند واساتذه کرام قول امام ابو يوسف رحمه الله احوط دانسته برو عمل پسند فرموده اند وقول امام محمد رحمه الله اوسع است وفقهاء فتوى بر آن داده اند )انه تجب علي کل مسلم ذي نصاب فاضل عن حاجة الاصلية کدينه وحوائج عياله وان لم يتم کما مرو به اى بهذا النصاب تحرم الصدقة وتجب الاضحية الخ( ([1]).
د روپيو په اعتبار د زکوة نصاب
پوښتنه : کم له کمه په څومره روپيو باندې زکوة شته دى؟.
ځواب : په څومره روپيو چې دوه پنځوس نيمې توله سپين اخيستل کيدلاى شي ([2]).
زوى چې کوم مال د مور پلار په واک کې ورکړي د هغه زکوة په چا باندې دى
پوښتنه : زيد خپل ګټل شوى مال له مور پلار سره ايښى دى او پلار لره يې تام اختيار شته دى نو زکوة په چا باندې واجب دى؟ او يو مال پلار او زوى دواړو ګټلى دى د پلار په واک کې دى او هغه يې متصرف دى نو زکوة په چا باندې واجب دى؟.
ځواب : څوک چې مالک دى په هغه باندې زکوة واجب دى، يعنې په زوى باندې، او په دويم صورت کې چونکه پلار ته د تمام تصرف او انتظام اختيار شته دى نو د زکوة ورکول هم د هغه په ذمه دي ([3]).
څومره زکوة چې واجب وي له هغه څخه زيات ورکول څرنګه دي
پوښتنه : د بيلګې په توګه د زکوة په حساب سره درى يا څلور روپۍ دي او هغه د دې په ځاى يوه دوه روپۍ زياتې ورکوي نو آيا په دې سره د هغه زکوة کيږي او که نه؟.
ځواب : په همداسې صورت کې ثواب زيات دى، زکوة هم اداء شو او د زياتو روپيو په ورکولو سره ثواب نور هم زيات شو ([4]).
د تجارتي مال زکوة
پوښتنه : په تجارتي مال يعنې په يوه دکان کې د شلو زرو سامان دى، مګر يو شمير خرڅ شوى دى او يو شمير موجود دى، اوس زکوة په کوم حساب سره ورکړى شي؟.
ځواب : څومره مال چې موجود دى د هغه څلويښتمه برخه دې ورکړى شي، يا دې د هغه قيمت ورکړى شي، څومره روپۍ چې دي د هغو څلويښتمه برخه دې ورکړى شي ([5]).
د زکوة نصاب څه دى
پوښتنه : د زکوة نصاب څه دى؟.
ځواب : د سپينو نصاب دوه پنځوس نيمې توله دى، ځکه چې په شريعت کې په دراهم کې دننه اوزان سبعه معتبر دي، د دې تصريح د فقه په کتابونو کې شته او وزن سبعه دا دى چې لس دراهم له اوه مثقالونو سره برابرې وي، په همدې حساب سره دوه سوه درهم يو سل څلويښت (١٤٠) مثقالونه دي او د مثقال مشهور وزن څلور نيمې ماشې دى، لکه چې همدا تصريح په ډيرو ځايونو کې موجوده ده او لويو لويو علماء کرامو همدا غوره کړې ده، پس دوه سوه درهم له (٥٣٠) ماشې سره برابر شول، دا چې په (١٢) باندې وويشل شي نو خارج قسمت يې دوه پنځوس نيم راووځي، دا نصاب د فقه دى ([6]).
([1]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج : ٦، ص : ٦١ – ٦٢، بحواله : ردالمحتار، باب المصرف، ج : ٢، ص : ٨٨.
([2]) فتاوى محموديه، ج : ٩، ص : ٤٠٠، بحواله : بدائع الصنائع، کتاب الزکوة، فصل في بيان صفة النصاب، ج : ٢، ص : ٤٠٨، وکذا في ردالمحتار، کتاب الزکوة، باب زکوة المال، ج : ٢، ص : ٣٠٠.
([3]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج : ٦، ص : ٦٣، بحواله : هدايه، کتاب الزکوة، ج : ١، ص : ١٦٥.
([4]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج : ٦، ص : ٦٤.
([5]) فتاوى محموديه، ج : ٢٢، ص : ٣٠٧، بحواله : تبيين الحقائق، کتاب الزکوة، باب زکوة المال، ج : ٢، ص : ٧٧، وکذا في خلاصة الفتاوى، کتاب الزکوة، الفصل الخامس في زکوة المال، ج : ١، ص : ٢٣٧، وکذا في النهر الفائق، کتاب الزکوة، ج : ١، ص : ٤٣٩.
([6]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج : ٦، ص : ٦٨، بحواله : ردالمحتار، ج : ٢، ص : ٣٦.



