غزني خلک: ډیری ولسوالان د ناامنيو له امله ولسواليو ته نه ځي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۲۱) الماس خدرخېل

د غزني ولايت اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولايت کې ډيری ولسوالان د نا امنيو له امله خپلو دندو ته نه ورځي او په خبره يې دغې کار خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د خلکو په وينا په دې ولسواليو کې اجرستان، رشيدان، ګيرو، واغظ او زنخان داسې ولسوالۍ دي، چې د کلونو په تېرېدو سره يې ولسوالان ولسواليو ته نه دي ورغلي.

د واغظ ولسوالۍ يو اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې په تېرو دوه کلونو کې د دې ولسوالۍ ولسوال يواځې دوه ځلې دندې حاضر شوی دی.

نوموړي وويل، چې ډيری وخت په مرکز کابل او يا هم غزني کې وي او خلک د رسمي چارو خلاصولو په موخه ورپسې په ورځو ورځو ګرزي او دوی نه پيدا کېږي چې خلک يې له لوی مشکل سره مخ کړي دي.

دغه راز د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې له کلونو راهيسې ولسوال په ولسوالۍ کې نشته.

د اجرستان اوسېدونکی رحمت الله بيا وايي: ((موږ بېخي خبر نه يو چې اجرستان ولسوال لري او که نه، زموږ چې کوم رسمي کار پیدا شي نو خلک غزني ښار ته ځي او هلته خپل مشکل حل کوي.))

يادو کسانو له سيمه ييزو او حکومتي چارواکو غوښتنه کوله چې دغه ستونزه يې هواره کړي.

په ورته وخت کې د غزني چارواکي هم ياده ستونزه تاييدوي او وايي چې دا ستونزه يې د سيمه ييزو ارګانونو سره شريکه کړې او ډېر ژر به حل شي.

سربيره پر دې پنځو ولسواليو د نورو ولسواليو خلک هم شکايت کوي او وايي، چې د پاتو نورو ولسواليو ولسوالان هم ډیری وخت خپلو دندو ته نه حاضرېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button