د سعودي په مشرۍ ائتلاف هوايي ځواکونو یمن کې ۲۶ کسان وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۲۱) الماس خدرخیل
د ورکړل شويو راپورونو له مخې د سعودي عربستان په مشرۍ ائيتلاف په یمن کې پر يوه مارکيټ بمبار کړی، چې له امله يې ۲۰ ملکيان او شپږ تنه حوثي شيعه وسلوال وژل شوي دي.
د يمن يوې پوځي سرچينې رسنيو ته ويلي، چې الوتکو د سره سمندرګي خوخه بند ته نېږدې هغه هدفونه په نښه کړي، چې د شيعه حوثي ياغيانو ګزمه پرې کوله.
د دوى په وينا حوثي جنګياليو يوه مارکېټ ته پناه يووړه چې ورباندې بمباري وشوه.
په ورته وخت کې، د فرانسې خبري اژانس د يوې سرچينې له خولې لیکلي، چې د یمن ولسمشر عبدربه منصورهادي ويلي چې دغې ياغيانو د ملکي خلکو نه د ډال په توګه کار اخيستی دی.
د سعودي عربستان په مشرۍ ائيتلاف په يمن کې د شيعه حوثي مليشو پر ضد جګړه پر مخ وړي، دغه جګړه په ۲۰۱۴ م کال کې د شيعه ګانو له لوري د يمن د صنعا تر نيولو وروسته پيل شوه.
ويل کېږي، په دې جګړه کې تر اوسه پورې لس زره ملکيان وژل شوي او تر دوه ميليونه زيات کډې کولو ته اړ شوي دي.



