د چارواکو او پوليسو له لوري غلاوو او اختطافونو د خلکو ژوند تريخ کړی

راپورتاژ الماس

د مرکز کابل په ګډون د يو شمير ولايتونو خلک شکايت کوي، چې د چارواکو، غلو پوليسو او اختطافګرو له لوري يې ژوند تريخ شوی او نه شي کولی چې په خلاص زړه خپل کاروبار پر مخ يوسي.

د کندهار خلک وايي، چې په دغه ولايت کې د پوليسو د پوستو تر څنګ غلاوې کېږي او خلک تښتول کېږي.

د دغه ولايت يو تن اوسېدونکي حميدالله کابل ټکی کام ته وويل، چې په دې اختطافونو او غلاوو کې د جنرال عبدالرازق ګمارل شوي کسان لاس لري او په خبره يې چې څوک هم له ډاره پرې شکايت نه شي کولی.

نوموړي وويل: (په دغه ولايت کې جنرال راق د خپل يوه قومندان چې سلطان محمد نومېږي په توسط اختطافونه او غلاګانې ترسره کوي او په وينا يې چې کله د کوم ورک شوي ځوان د کورنۍ غړي قومندانۍ يا کومې حوزې ته ورشي نو هغوی انکار کوي، چې دوی يې په اړه معلومات نه لري).

هغه همداراز وويل، د څو مياشتو په تېرېدو بيا د کندهار د قومندانۍ يا د پوليس چارواکو له خوا ورته احوال ورکړل شي، چې ستاسو مړی په پلانکي ځای کې پروت دی، هغه زياتوي:(د حکومت خلک ورته وايي چې پلانکي ځای ته راشه دومره پیسې له ځان سره راوړه ستاسو ځوان به په لاس درکړو، کله چې د اختطاف شوي کس خپلوان پیسې له ځان سره وروړي ترڅوخپل ورور خلاص کړي، خو چې کله ورشي هغوی پیسې ورڅخه واخلي او ورته ووايي چې ورشئ د ورور جسد دې هلته پروت دي).

د کندهار يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط کابل ټکی کام ته وويل، چې تر اوسه په کندهار کې ۹۰۰ کسه اختطاف شوي او بيا وژل شوي دي.

د کندهار يو بل اوسېدونکی بيا وايي، د دغه ښار خلک د جنرال رازق او نورو چارواکو له ډاره خپل اوزا نه شي پورته کولی او په خبره يې چې اختطافګر په تورو فلډرو کې رازي چې وسلوال خلک او امنيتي کارتونه ورسره وي.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنايعو خونه بيا وايي، په افغانستان کې د سوداګرو د تښتونې لړۍ هم ادامه لري.

د دغې خونې د مرستيال خان جان الکوزي په وينا تېر کال په هېواد کې ۸۵ سوداګر تښتول شوي او په خبره يې سږ کال به هم دغه شمېره تر ۸۰ زياته وي، چې زياتره يې د پیسو په بدل کې خوشې شوي دي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال وايي په افغانستان کې د جګړې په نسبت د سوداګرو او پانګوالو اختطاف، پر سوداګرۍ منفي اغېز کړى دى.

په افغانستان کې د بهرنیو وګړو د تښتونو پیښې تل د خبرونو په سرټکو کې راځي خو د عادي افغانانو تښتول هغه پټه ستونزه ده چې خلک په ټول هېواد کې ورسره لاس او ګریوان دي.

كه څه هم ولس د لویو لارو پر سر غلاوو، اختطافونو او وسله والو شوکو په اړه  دا ثبوتونه وړاندې کړي، چي په دغو پېښو کي په مستقیم او غیر مستقیم ډول چارواکي، عسکر او اربکیان ښکېل دي، خو بیا هم  د کابل ادارې د چوپتیا پالیسي خپله کړې ده.

فرانسپرېس خبري آژانس وايي، د خلکو د تښتولو له لارې د پیسو ترلاسه کول، په افغانستان کې په یوه نامشروع کاروبار بدل شوی دی، داسې چې اوس نو د یو چا لپاره د پیسو لرل او د هغو ښودل د هغه د اعدام په معنی ده.

فرانسپرېس د کابل اوسیدونکی ۵۳ کلن صراف حاجي غلام د مثال په توګه یادوي چې د تښتوونکو په ولکه کې د یوې میاشتې له تېرولو وروسته خوشې شوی خو پر بدن یې اوس هم د شکنجې او وهلو ټکولو نښې نښانې لیدل کېږي.

که څه هم په هېواد کې د وسلوالو طالبانو په واک سيمو کې اختطاف کوونکي اعدام شوي او وهل شوي، چې وروستي اعدامونه يې د روان کال په لومړۍ مياشت کې د فراه ولایت د خاک سفېد ولسوالۍ د دیوال سرخ په نامه سیمه کې «نور محمد ولد ګل محمد او فقار ولد غلام»  د خلکو پر وړاندي په عام محضر کې اعدام کړل، خو د کابل ښار او يو شمير نورو ولايتونو خلک بيا وايي چې اکثره دولتي کسان په اختطافونو کې لاس لري، چې د نيولو وروسته په پيسو او واسطو بيرته ژر خوشې کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button