امنيتي مسئولين وايي، د دهمزنګ د بريد تنظيموونکی يې وژلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۲۱) الماس خدرخیل

د افغانستان د ملي امنيت رياست رسنيو ته په يوه لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې په دهمزنګ کې پر جنبش روشنايي لاريوونکونکو د بريد تنظيموونکی يې په ننګرهار کې د ګډو عملياتو پر مهال وژلی دی.

د دغه رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې مولوي هاشم په شاهين خراساني مشهور، د ياد بريد د تنظيموونکي په توګه ياد شوی دی.

خبرپاڼه زياتوي، چې خراساني په ننګرهار کې د داعش د ۲۰۰ کسيزې وسلوالې ډلې قومندان و، چې په دغه ولايت کې يې د سرتيرو بريدونو او نورو  ترهګريزو کړنو د تنظيم لارې چارې برابرولې.

په خبرپاڼه کې د داعش ډلې د دوه نورو غړيو مولوي عبدالقيوم او مولوي فاروقي د وژلو ادعا هم شوې ده او ويل شوي چې دواړه د اچين ولسوالۍ په (ديوانه بابا بند) سيمه کې وژل شوي دي.

بايد وويل شي، چې څه موده وړاندې د دهمزنګ په عبدالوکیل خان نورستاني څلورلاري کې د جنبش روشنایي  پر لاریونوالو سرتيری برید ۸۴ کسه ووژل او له دوه سوه ډېر ټپیان شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button