اتمر څه هدف لري

کمال خدرخیل

په داسې حال کې، چې د داوود خان په روغتون جګړې شپږ اووه ساعته دوام وکړ، د جګړې د پیل نه دوه ساعته وروسته طالبانو په دې بريد کې لاس لرل رد کړل.
په روغتون کې جګړه لا روانه وه، چې داعش ډلې ومنله چې برید د دوی د وسلوالو له لوري ترسره شوی دی.
د جګړې تر وروستي ساعته د مرګ ژوبلې هيڅ ارقام معلوم نه وه، افغان حکومت د يو کس د وژل کېدو او شپږو د ټپيانو خبره کوله.
اوس چې حنيف اتمر ادعا کوي چې دا بريد طالبانو کړی، ځکه چې طالبان د هغو بريدونو پړه نه اخلي چې ډير ملکي تلفات ولري. کوم د سالم عقل څښتن به يې ورسره ومني.
په داسې حال کې چې د طالبانو او داعش دښمني يوخوفناک حالت ته رسېدلې په جنوبي ولايتونو کې پريکنده جګړې شوي، چې په نتيجه کې د داعش ټغر د جنوب نه ټول شوی دی.
په ننګرهار کې د حکومت جګړه د داعش پر ضد د يوې غولوونکې ډرامې نه پرته نور هيڅ نه دي، د ډرون بريدونه هميشه داسې حالت کې په طالبانو شوي، چې د داعش سره به په شديده جګړه بوخت وه، که په داعشيانو د حنيف اتمر دا لورونه نه وای اوس به په ننګرهار کې هم له مينځه تللي وای.
اوس چې په افغانستان کې د داعش شتون به طبيعي ډول د دې سبب شوی چې طالبان د روس، چين او ځينو نورو داعش ضد هېوادونو سره مناسبات او ښې اړيکي ولري، د افغانستان له حکومت نه ورخ ابو وړی ښکاري، اوس به مامخا وايي چې طالبان او داعش سره يو دي او مشکلات لري او دا او هغه…
را به شو دېته چې دغه بريد هغو بريدونو ته ورته و، چې حقاني شبکې يا طالبانو تنظيم کړی و او يا بريد په رښتيا هم همدومره پيچلی و؟ بايد ووايم چې د دې بريد نه وروسته د ملي امنيت پخوانيو رئيسانو امرالله صالح او نبيل په خپلو ټويټرپاڼو ليکلي و چې (دا ډېر د شرم او تاسف ځای دی، د امنيت منسوبين دې استعفا ورکړي او د افغان حکومت په منځ کې اختلاف د دې باعث شوی چې امنيت ته توجه نشته) دا خبرې د دې څرګندونه کوي چې بريد هيڅ پيچلتيا نه لري، هرڅوک کولی شي چې په کابل کې څو ميله اسلحه پيدا کړي او ويې ګرزوي.
د بريد د عيني شاهدانو په قول بريدګر لومړی په تفانچه ډزې کولې خو کله يې چې عسکر وويشت د عسکر په ام شانزدا يې نور خلک وويشتل.
د تاسف ځای خو دا دی چې د روغتون مريضان او ډاکټران يې اووه ساعته د بريدګرو رحم ته کښينول او حکومتي قواو هم روغتون تر بريد لاندې راوستی و.
د وزارت دفاع څيړنو وښوده، چې وظيفوي غفلت شوی نو بيا د بريد پيچلتيا په څه کې ده؟
که د افغان حکومت مقصد دا وي چې طالبان په حکومت کې نفوذ لري او کولی شي چې حساسو ځايونو ته اسلحې يا بريدګر ننباسي او داعش د خپل ظلم او وحشت په وجه هيڅ طرفدار نه لري، چې داسې بريدونه ترسره کړي، نو بيا خو د حکومت دا ادعا بې ځايه ده، چې داعش يې په شمال او جنوب کې له منځه وړی او په شرق کې د ډیرو تلفاتو په وجه د دې توان نه لري چې داسې بريدونه وکړي په هر حال.
اتمر په دې څرګندونو څه غواړي چې ثابت يې کړي؟ د خپلې ادارې ناکامي پټه کړي او پړه يې د تير په څير په آي اس آی واچوي په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پرضد د افغان حکومت شکايت ليک لپاره نوي او تازه مواد برابر کړي، روس او چين وويروي چې طالبان او داعش سره جوړ دي او ځينې بريدونه په شريکه تنظيموي….دا هرڅه
خو زه به اتمر ته ووايم چې اتمره روکيه فکر دې لا خام دی او سياستونه دې نابالغ دي هسې دا اردو او عسکر بېچاره ګان په چا مه باجه کوه، د غريبو کورنيو خلک دي تيرشه د دې غوړې شوروا نه.
که ووايم نه روس ويره لري او نه چين د دې نه ويره لري، چې داعش به په افغانستان کې مونږ ته خطره شي بس دلته ورباندې ستا ياران (امريکايان) ښه نه لګېږي او امريکا په افغانستان کې نه شي برداشت کولی.
او نه امريکا او ملل متحد ستا له غمه مړه دي، چې داوود خان روغتون کې څو افغانان مړه دي، ملکي دي او که غير ملکي؟؟ او نه روس او چين ستا په څير خام فکره او نابالغه کوچنيان دي چې په دې دوه خبرو به يې وغولوي.
اوس چين ويلي، چې بايد مونږ د افغانستان حالات له نيږدې وڅارو، څه فکر کوې چې تر اوسه يې نه دي څارلي او چې څاري يې خو ودې څاري نو وايي ولې دا اوس چين ته د طالبانو سفر د دې باعث شوی چې که په اينده کې چين په افغانستان کې د امريکايانو د حضور په خلاف کوم سازش ولري، چې افغان حکومت يا امريکايانو ته ډير ناديده ونه ګڼل شي، ځکه اوس وايې چې مونږ بايد د افغانستان حالات له نږدې وڅارو.
يو حل لري، چې روس او چين په دې قانع او مطمئن کړي، چې د داعش پديده زمونږ د هڅو او کوښښونو ثمره ده او په افغانستان کې مو د طالبانو تر مينځ د درز اچولو لپاره رامنځته کړې، ستاسو په خلاف قطعاً نه ده په نورو هېوادونو کې کيدای شي ستاسو د مفاداتو په خلاف وي، خو په افغانستان کې مو هدف ترينه بل څه و، خو په دې به درسره قناعت ونکړي، بس هماغه مخکينۍ توصيه ښه ده چې تيرشه د دې لويو لوبو نه افغانان مه تبا کوه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button