آمو سيند ته د موټر لوېدو پېښه کې ۴ کسان وژل شوي ۵ ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۲۱) الماس خدرخېل

چارواکي وايي، بدخشان ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.

د دغه ولايت د امنيې قومندانۍ يوه تن چارواکي سمونيار مهرالدين انوري رسنيو ته ويلي، چې پېښه تېره ورځ د نسي ولسوالۍ له جامرج ته څېرمه رامنځته شوې او په خبره يې له دغه کلي يو سرف موټر چې مرکز ته روان و، د سړک د يخک له امله آمو سيند ته ولوېد.

نوموړی وايي، په پېښه کې پنځه تنه سخت ټپيان شوي چې اوس مهال د نسي ولسوالۍ کلينيک کې تر درملنې لاندې دي او څلور نور له موټر سره د امو په سيند کې غرق شوي دي.

ده دغه راز وويل، چې د ډوب شويو کسانو نه د يوې ښځې مړی راوويستل شو، چې په لاره کې يې ساه ورکړه او په وينا يې د درېيوو نورو غرق شويو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button