غزل

مطيع الله جواد
ولې مې څښتنه ټول جهان پر کرار نه پرېږدي؟
څه ګناه مې کړې ما افغان په کرار نه پرېږدي؟
دا خو به له خپل عمله هرڅه راته پېښ نه وي؟
بل خو یوځل پرېږده ما خپل ځان په کرار نه پرېږدي؟
ټوله نړۍ ډکه په مظلومو افغانانو ده
ولې یې خپل کور کې ظالمان په کرار نه پرېږدي؟
څومره په ستم یې پرون پلار ترېنه شهید کړلو
نن یې بیا د مور سره بچیان په کرار نه پرېږدي
کفر سره یو دي دسیسې جوړوي رنګا رنګ
بس مقصد یې دادی مسلمان په کرار نه پرېږدي
اې مطیع الله جواده توره به ترې هېره وي
ځکه خو پښتون نن غلامان په کرار نه پرېږدي



