د کانونو او پټروليم وزارت چارواکو له قرارداديانو لس ميليونه ډالر رشوت اخيستی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۲۱) الماس خدرخېل

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، چې د کانونو او پټروليم په وزارت کې ځينو لوړپوړيو چارواکيو د يوشمير تړونونو په بدل کې له قرارداديانو لس ميليونه ډالر رشوت اخيستی دی.

يادې ادارې په خپل نني خپاره کړي راپور کې ويلي، چې په دغه وزارت کې مديريتي ضعف د دې لامل شوی، چې يو شمير تړونونه د اړيکو او رشوت پر بنسټ مشخصو کسانو ته ورکړي.

د دغې ادارې مشرخان زمان امرخېل وايي: (لس میلیونه ډالر د رشوت په ډول اخیستل شوي او ځینو خلکو سره ژمنې شوي چې دغه ۲۱۷ تړونونه به په مشخص ډول هغوی ته ورکول کېږي او بل څوک به په منظر کې نه نیول کېږي، نو شااوخوا لس میلیونه ډالر د رشوت په ډول تبادله شوي دي).

دغه راز د ادارې غړي وايي،له دغو تړونونو څخه شپږ تړونه یې یوه ځايي زورواکي ته ورکړل شوي چې د خپلو چارو د پر مخ بیولو لپاره وسله والو ته پيسې ورکوي خو له څو کلونو راهیسې یې افغان حکومت ته هېڅ ډول مالیات نه دي ورکړي.

د دغه بنسټ لخوا په تر سره شویو څېړنو دا هم راغلي و چې د کانونو په غېر قانوني کېندنه کې د یو شمېر وزیرانو تر څنګ د ملي شورا او ولایتي شوراګانو یو شمېر وکیلان هم لاس لري.

خو د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي بیا د تړونونو په برخه کې هر ډول فساد ردوي او د افغانستان د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې د شبکې دغه راپور بې بنسټه بولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button