چارواکي لا هم غواړي حقائق پټ کړي!

عبدالغني عاطف
د ازادۍ راډیو پر وېب پاڼه مي ولیدل چې دولتي چارواکي وايي؛ د سردار داودخان په روغتون، په برید کې شاید د حقاني شبکې لاس وي او دا کارطالبانوکړی وي، د داعش ډله د داسې کاري بریدونو توان نه لري او دمګړۍ د داعش په ضد د دولت عملیات دوام لري چې له امله یې هغوی ډیرکمزوري شوي دي.
د ازادۍ راډیو وېب پاڼه ادعا کوي: په کوم برید کې چې ملکي خلکو ته زیان واوړي؛ ډېر ځله طالبان د هغه برید پړه پر غاړه نه اخلي، ځکه داعش له همدې موقع استفاده پورته کوي او د برید مسؤلیت مني.
له بله پلوه د دفاع وزارت مرستیال ویاند استدلال کوي چې دا برید نورو هغو بریدونو ته ورته دی چې په افغانستان کې په ممبرونو ترسره شوي دي چې ګوته يې داعش ته نیولې ده؛ ځکه داعش د شیعه ګانو په ضد همدا رنګه بریدونه کړي دي.
اوس راځو دې ته چې دا برید چا کړی دی؟
طالبان چې کوم برید وکړي پر همغه شېبه د برید مسؤلیت ښه په نره مني؛ د سردار داود خان په روغتون له برید نه وړاندي په کابل کې دوه نور بریدونه هم شوي ول چې د هغو بریدونو پړه طالبانو سمدستي ومنله او ټولو رسنیو ته يي په لیږل شوې خبرپاڼه کې وویل چې یو برید مو په شپږمه حوزه ترسره کړ او بل مو په دولسمه حوزه کې په استخباراتي مرکز ترسره کړی دی.
پر همدې روغتون څوکاله وړاندې یو برید شوی و چې په هغه دقیقه کې یې طالبانو پړه منلې وه. همدارنګه څو کسان دولت په همدې توراعدام کړل چې ګویا د سردار محمد داود خان د روغتون په برید کې یې لاس درلود.
د سیاسي چار کارپوه احمد سعیدي د برید په ورځ له یوې تلویزني خپروني سره په مرکه کې وویل ”برید امریکایانو کړی دی؛ ځکه چې تیره شپه د امریکا د سفارت له لورې مسلسل خبرداری ورکول کېده چې همدا سیمه په کومه کې چې برید ترسره شو، تر خطر لاندې ده، کیدای شي کوم برید ترسره شي. په سهار په څلور سوه بستریز روغتون ډله ئیز برید ترسره شو. “
د برید د پیل سره جوخت د داعش ډلې د ټولنیزو رسنیو له لاري خبر ورکړ چې په کابل کې برید دوی کړی دی.
دا چې اوس د داعش دې عمل ته چارواکي نورې پینې ورکوي او په یوه او بل نامه يې پر طالبانو پړه ور اچوي، یا وايي چې برید د حقاني شبکې کړی دی؛ بې له دې چې د خلکو په منځ کې شکونه پیدا کړي، عامه اذهان پر بل لورې واړوي، او د هغو چارواکو پرده پوشي وکړي څوک چې د برید په مخنیوی کې پاتي راغلې او یا د داعش سره لاس لري، بل څه نه دي.
حکومت ويلي دي چې پلټني به وشي، که چیري چارواکي پړه وبلل شي باید محکمې ته کش کړل شي. د افغانانو غوښتنه هم همدغه ده چې پلټني دې وشي، چې بریدګر څنګه تر څلورم پوړ پوري ورسیدل؟
چاورسول؟ او…
رسنۍ دې هم نور په خلکو د لیونو ګومان نه کوي چې دوی هرڅه وايي خلک به یې مني، که واقعا دوی غواړي حقائق خلکوته ورسوي؛ حق پټونکي چارواکي دې په ډاګه کړي او د داعش لپاره دې په شعوري ډول نور تبلیغات نه کوي او نه دې د چارواکو نیمګړتیاوې او خطاوې پټوي.



