امن د امن په مفکوره راتلای شي

تبصره 

د څلورو لسیزو را پدېخوا په افغانستان کې د پردیو د اهدافو د سرته رسولو لپاره د افغانانو په وینو پر افغان ولس جګړه تپل شوې ده او لا دوام لري.

دا جګړه هغه وخت پېل شوه چې په افغانستان کې د یو شمیر افغانانو نظر او فکر د خپل هېواد د ملي حاکمیت، ملي ارزښتونو او ملي مقدساتو پرخلاف شو.

همدا یاد درې ملي جملې دي چې په افغانستان کې یې په مخالفت سره له افغانستانه د افغان ولس لپاره دوزخ جوړکړی دی.

په افغانستان کې چې د احمدشاه بابا، تیمورشاه او شازمان وروسته حکومتونه شخصي شوي دي د یو شمیر افغانانو ذهنونه پردي شول بیا یې د خپلو شخصي ګټو په خا‌طر د افغانستان ملي حاکمیت، ملي ارزښتونه او ملي مقدسات په نظرکې نه دي نیولي، روسانود همدې ډول  پردیپالو افغانانو له نظرونو څخه په ګټه اخیستنه افغانستان درې ځلې ملي حاکمیت او منل شوی ارضي تمامیت تر پښو لاندی او وران یې کړ.

یو شمیر سیاستوال وایي چې ګاونډیان د افغانستان ملي حاکمیت ومني افغانستان او ګاونډیو هېوادونوکې خپله سوله او امن رامنځته کیږي دا هم په افغانستان کې د سولې او امن را وستلو لپاره پرځاې نظر دی که داسي وشي په افغانستان کې به د افغانانو په وینو د جګړې څرخیدونکی څرخ ودریږي.

خوافغان حکومت چې خپله خپل ملي حاکمیت، ملي ارزښتونو او ملي مقدساتو ته درناوی نه لري له بهره خو د افغانستان لپاره جنګ او بدبختي په نظر کې نیول شوې ده نه سوله او امن.

که افغان حکومت او افغان سیاستوال یا افغان ولس په دې تمه توره شپه روڼه وي چې د امن سباوون به یې په برخه شي؛ نو پردي په افغانستان کې خپلې ګټې په تورو تیارو کې لټوي نه د امن په لمر څرک کې.

که په افغانستان کې د امن لمر څرک وواهه بیا خو د افغانستان د دوستانو په نامه دښمنان خپلې ګټې نه شي تر لاسه کولای د دوستانو په نامه او اصلي  دښمنانو دواړو ګټې له منځه ولاړې.

په افغانستان کې موجوده حکومت د ملي حاکمیت او ملي ارزښتونوپه خلاف لاس پورې کړی دی خپله له ارګه را چاپیره یارانو ملي حاکمیت ملي ارزښتونه او ملي مقدسات له منځه وړي او له بهرنیانو سره پرې په یوه او بل نامه سودا کوي.

د موجوده حکومته افغان ولس ته د خیرتمه نه شته خو چې له شره یې خلاص شي. خپله د حکومت چارواکي اعتراف کوي چې په حکومت کې پنځم ستون له منځه نه وي تللای د امنیتی ستونزو حل مو ناشونی دی. زما په فکر موجوده حکومت جوړ له پنځم ستونه دی؛ که له منځه یووړل شو حکومت به له منځه ولاړشي.

پنځم ستون د افغان ولس لپاره څه نه وي خبره نه ده په ۱۸۳۹میلادی کال انګریز الکزاندر برنس او موهن لال د شاه زمان په حکومت  کې ورګډ شول د پرنګي غلام عثمان خان یې د موجوده حکومت په څیر غلامي پیل کړه په افغانستان کې د ملي حاکمیت، ملي ارزښتونو او ملي مقدساتو د ساتلو نظر له همغې ورځې راهیسې له منځه تللی چې له همغې ورځې پرافغان ولس د بد بخیتو تورې ورېځې راخورې شوې دي تراوسه لا په جګړو او تورتم کې د مرګ او ژوند تر منځ ساوی اخلي. تر څو چې په ټولوافغانانو کې د امن مفکوره نه وي راغلې امن نه شي راتلای.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button