دلويې جرګې دجوړونې غوښتې او مخالفتونه !!

هروخت چې په افغانستان کې دنا امنیو څپه په ټولو سیمو او ولایاتو خوره شوې دلويي جرګه په جوړلو سره افغانانو خپلې ستونزې حل کړیدې دمخه هم مونږ دلويي جرګې دجوړونې په اړه یادونه کړې وه خو دادی یوځل بیا دیوشمیر سیاسي ګوندونو ، نظر پوهانو اوقومي مشرانو ترڅنګ داولسي جرګي زیات شمیر غړوپه هیوادکې دسختونا امنیو اواقتصادي رکود په نظر کې ساتلو سره د لويي جرګې دجوړولو غوښتنه وکړه .
د اولسې جرګې یو شمیر غړي اوپه هیواد کې ځنې دنظر خاوندان داوسني خطرناک حالت په پام کې نیوني سره دلويي جرګې جوړول ځکه لازمي ګڼي چې دنورو کمزوریو ترڅنګ په امنېتي لحاظ دهیواد موجوده نظام دسقوط په حالت کې دی، حکومت ته دتیري دورې نه په میراث کې پاتې بې باورۍ ،اداري فساد ، په بانکونو بې باوري بهرته دځوان نسل دوتلو بهیر، په بهرنۍ سیاسي پالیسۍ کې ناکامي ، دوزیرانو په کړنو بې باوري ، دموجوده ګوندونو ترمنځ اختلافات دملي یو والي په نامه جوړ حکومت کې ملي اختلافات دملي اردو په ناکامۍ، دملیشو دجوړولو پرګرام او دهیواد په کچه دسوداګرۍ سقوط داټول هغه عوامل دي چې که لویه جرګه راونه وغوښتل شي په هیواد کې موجود نظام او دملي حکومت روان څرخ نور دڅرخیدو قابل ندی او خپله دواړه ډاکټران غني او عبدالله هم په یادو ستونزو اعتراف کوي او دموجوده ناکامیو پړه یوپربل اچوي؛ چې ګواکي یولورې په صداقت خو مقابل لورې ورسره دنظام په یون کې صداقت نه کوي.
بله داچې دملي حکومت دجوړونې په غونډه کې چې جان کیري دواړه ډاکټران سره رضا اوحکومت جوړکړ داولسي جرګې غړي یادونه کوي چې د دووکالو په پوره کیدا سره به دلويې جرګي جوړښت صورت مومي اودا پریکړه لیک دحکومت جوړونې په سرکې دجان کیري په وړاندې وجود لري خوستونزه داده چې نه امریکا دلويي جرګي د جوړیدو او په افغانستان کې دسالم اوغښتلي نظام په جوړښت رضا ده اونه دملي حکومت مشر ډاکټر اشرف غني دلويي جرګي دجوړیدا سره موافق دی.
بله لویه ستونزه داده چې په لویه جرګه کې دولایتونو او داولسوالیو دشورا ګانو ، علماوو او قومي مشرانو شتون دلويي جرګي قانوني حیثت ثابته وي که یوازې دولت دخپلو پلویانو په اکثریت لویه جرګه په یوه او بل نامه جوړه کړی بیا خو داسی جرګه په لویه جرګه دلالت نه کوي امریکا هیڅ وخت په افغانستان کې دافغانانو د رايې مطابق یو سالم او غښتلي نظام نه غواړي اونه يې دا ډول نظام ته زمینه برابره کړیده ددواړو ډاکټرانو نظام يې ددی لپاره جوړکړی چې یو هم پربل باور ونکړي او نظام دخطرپرکمر هر وخت ولاړ وي.
که په افغانستان کې دلويې جرګي په جوړښت سره حکومت په قانوني ډول جوړشي نو باید سیاسي حکومت ، اداري ویش ، اساسي قانون ، داولسمشر مرستیالان، وزیران ، کابینه ، دولسي جرګي غړي د والیانو ټاکل او … هر څه په قانوني توګه سرته ورسیږي او نظام به دروان حالات په پرتله سالمتیا ومومي .



