سیرت النبي صل الله علیه وسلم

لیکوال: صفي الله “رائد”
پرلپسې پنځمه برخه: د شفیق تره په کفالت کې
کله چې د حضرت محمد ﷺ عمر اته کاله، دوه میاشتې او لس ورځې پوره شوې، مهربان بابا یې (عبدالمطلب) هم په مکه کې وفات شو، خو!
له مرګ نه مخکې یې د خپل خواږه لمسي کفالت ابو طالب ته چې د رسول الله ﷺ د پلار (عبدالله) سکنی ورور کېده سپارلی و.
ابو طالب د خپل وراره حقوق کامل او پوره ادا کړل، هغه یې له خپلو زامنو سره یوځای کړ، بلکې له هغوی نه یې زیات ځان ته رانېږدې کړ. ډېر شفقت او محبت یې ورسره درلود.
تر څلوېښت کالو زیاته موده یې ترڅنګ کلک ولاړ او ملاتړی و.
هېڅ ډول مرسته او همکاري یې نه ورنه سپموله، دده مبارک په سر به یې دوستي او دوښمني کوله. د دې خبرې څه نور تفصیل به په راتلونکو برخو کې راشي.
دمحمد ﷺ له رویه به باران غوښتل کېده
ابن عساکر له جلهمه بن عرفطه نه روایت کوي چې وایي: زه مکې ته راغلم، په دغه وخت کې خلک له وچکالۍ او قحطۍ سره لاس او ګریوان وو، قریشو ابو طالب ته وویل: ټوله سیمه وچکالي وهلې خلک قحطۍ ځپلي، راځه د باران دعا وکړه!
نو ابو طالب له یو داسې هلک سره راووت چې مخ مبارک یې لکه دلمر په شان داسې ځلېده تابه ویل همدا اوس له لمر نه تورې ورېځې ایسته شوي او روڼ روښانه لمر ورنه را ښکاره شوی دی. دهلک شاوخوا نور هلکان هم وو، ابو طالب را ونیوه او مبارکه شا یې د کعبې شریفې له دیوال سره ولګوله، هلک یې له ګوتې نیولی وه دعا یې وکړه، په دې وخت په اسمان کې دورېځې یوه ټوټه هم نه لیدل کېده، خو ورو ورو له یوې او بلې خوا نه ورېځې را پیدا شوې، سره ټینګې شوې او داسې یو باران وشو چې سیمه اوبو په سر واخیسته، ټول وطن خړوب او شاداب شو.
ابو طالب همدې کیسې ته په اشارې سره د رسول الله ﷺ داسې ستاینه کوي:
وابیض یستسقی الغمام بوجهه
ثـمال الیتامی عـصـمة للأرامـل
ژباړه: هغه سپین او ښکلی دی، د ده له رویه د باران سوال کېږي، هغه د یتیمانو د پناه ځای او د کونډو محافظ او ساتونکی دی.



