چارواکي وايي، د موصل ښار ۶۰ سلنه سيمه يې له داعش نيولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۲۳) الماس خدرخیل

چارواکي وايي، داعش ډله يې د عراق په موصل کې کلابنده کړې او د يادې ډلې تر واک لاندې ۶۰ سلنه سيمه يې له داعش نيولې ده.

له داعش سره د نړيوالې مبارزې په چارو کې د امريکا د حکومت ځانګړی استازی برت مک ګورګ د بغداد رسنيو ته ويلي، چې (د اسلامي دولت ډله په لومه کې بنده شوې ده).

هغه زياته کړه، چې عراقي ځواکونو موصل ته تلونکې وروستۍ لاره هم وتړله او په خبره يې که څه هم عراقي ځواکونو په موصل کې ډير پرمختګ کړی خو جنګ ډېر سخت دی.

عراقي ځواکونو تېره مياشت د دغه ښار ډیری برخې له داعش ډلې ونيولې  او اوس مهال د موصل په لويدځ کې د يادې ډلې سره په جګړه بوخت دي.

داعش په ۲۰۱۴م کال کې دغه ښار ونيو او قوي مرکزونه يې پکې جوړ کړل، چې دوه کاله د داعش ډلې په واک کې و، خو د امريکايي ځواکونو په مرسته عراقي پوځ د ۲۰۱۶کال د اکتوبر په مياشت کې په دغې ښار د داعش د ځپلو عمليات پيل کړل.

ګورګ ويلي، د ايتلاف په وروستيو هوايي بريدونو کې ۱۸۰ داعش وسلوال وژل شوي دي.

د عملياتو له پيل راهيسې ښکېلې غاړې يو بل ته د تلفاتو ور اړولو ادعاګانې کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button